د خوب څخه وروسته د سترګو پړسېدل او درملنه یې

د خوب څخه وروسته د سترګو پړسېدل او درملنه یې

د سترګو پړسېدل سهار د خوب څخه د راکښینستلو په وخت کي بیلا بیل دلیلونه لري لکه:  لږ خوب کول، ستړیا، سټریس، یا هم ډیر خوب کول، سیګریټ څکول او د بالښت کلکوالی دی.

د درملني لپاره يې ځيني اسانه طریقي په داسي ډول دي:

سهار د خوب څخه د راکښینستلو وروسته د یخي د ټوټي پواسطه د سترګو شاوخوا ته مساج اسانه او ژر نتیجه ورکونکې طریقه ده.

د چاي څښلو څخه وروسته د چاي د شمې څخه هم د پړسیدلو سترګو پاړسوب د منځه وړلای سئ.

د هګۍ سپین د سترګو پر لاندي برخو وهلو سره د سترګو د پاړسوب او هم د سترګو په شاوخوا کي د ګونځو په لمنځه وړلو کي مرسته کوي.

سهار ورزش کول بدن ته د نورو ګټو تر څنګ د سترګو د پاړسوب د منځه تللو سبب هم کیږي.

په زیاته اندازه اوبه څښل د ورځي په جریان کي ددي ستونزی څخه په اسانه مخنیوی کولای سي.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا سترګو پړسېدل معلوماتي
t