ولسمشر غني: هر افغان ته به باوري ملکيت او پلاني ساحه جوړه کړو

ولسمشر غني: هر افغان ته به باوري ملکيت او پلاني ساحه جوړه کړو

جمهوررئیس غني: زموږ موخه هر افغان او افغانې ته باوري ملکیت او د پلاني ساحې جوړول دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په نړیوال ښاري سمپوزیم کې ګډون او وینا وکړه.

په دې سمپوزیم کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، جمهوررئیس وویل: قانون له یوه لوري د نړۍ تر ټولو غوره ډالۍ ده، خو چې قانون کوڼ او ړوند وي، تر هغه بده پدیده نشته.

هغه زیاته کړه، قانون په تېر کې د بېوزلو او په ځانګړي ډول د ښاري بېوزلو او مېرمنو په تړاو نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې کوڼ، ړوند او بې تفاوته و. تر دې وروسته به د افغانستان قوانین او دولت اورېدونکی او لیدونکی او ښاروالۍ فعالې وي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: هېواد ته میلیونونه ډالر راغلل، خو د واضح لیدلوري د نشتوالي له امله ښارونه د تحرک او ژوند په مرکز د بدلولو پر ځای د محرومیت په مرکزونو بدل شول. د بې تفاوتۍ وخت پایته رسېږي او دا دولت به ځواب ویونکی وي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ښاروالۍ به ستاسو په خدمت کې وي.

جمهوررئیس وویل، زموږ موخه هر افغان او افغانې ته باوري ملکیت او د پلاني ساحې جوړول دي او اړتیا ده چې جوړ شوي پلانونه او قوانین عملي شي.

جمهوررئیس د یو میلیون جریب عامه او دولتي ځمکو غصب ته په اشارې وویل: غصب په قانون کې جرم دی، ۱۳ زره غاصبین تشخیص شوي او د خدای په توکل به ستاسو حق ورڅخه واخلم.

محمداشرف غني د یو این هبیتات کارکوونکو له زحمتونو مننه وکړه وې ویل: د وطنوالو په توګه موږ مسؤولیت لرو چې د خپلې وطنوالۍ مسوولیت ادا کړو او باید داسې زمینه برابره کړو چې یوه برخه پرېکړې د ګذر او ناحیو په کچه وشي او باید تصمیم نیول اسانه شي.

د هېواد جمهوررئیس د کابل پوهنتون په دزواره کې د تېرې ورځې ترهګریز برید ته په اشارې وویل: ” پر پوهنتونونو، ماشومانو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ملکي وګړو برید، زموږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هر څوک چې د هغه مسؤولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره دی.”

جمهوررئیس څرګنده کړه: زموږ موخه سوله ده، تاوتریخوالی د یو بل د منلو لاره نه ده. هغه د امنیتي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین له دې هېواد سره مینه لري او د دوی ورځنۍ قربانۍ د دې ښودنه کوي چې موږ متحد ملت یوو، په زور او جبر نه تسلیمېږو.

جمهورئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ له طالبانو د تسلیمۍ سند نه دی غوښتی، بلکې په افغانستان کې د پایداره سولې د ابرومندانه مذاکرې غوښتونکي یوو، دوی باید ومني چې د سولې لپاره د ټینګې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي.

په دې مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار وویل: غیر رسمي ښاري ساحې په غوره ښاري استوګنیزو ساحو د بدلېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه: د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کابل او اتو نورو ښارونو کې د ښاري سکتور ادارو سره په همغږۍ شاوخوا ۶۰۰ زره کورونه سروې او ثبت کړي دي او سروې به یو میلیون ته ورسېږي.

ټاکل شوې د ننني سمپوزیم د ملکیت سندونو د وېش په دوام، د کابل ښار ۱۰ زره غیر رسمي او غیر پلاني کورونو ته د ملکیت اسناد ووېشل شي او دا به ګډ اسناد وي، یعنې د خاوند او مېرمنې نومونه په کې ثبت شوي دي.

وروسته د یو این هبیتات اجرائیوې رئیسې میمونه محمدشریف وویل:

افغانستان د یو این هبیتات په پروګرامونو کې د تر ټولو مهم هېواد په توګه ځای لري چې د دې هېواد په ښارونو کې له ۱۵۰۰ ډېر د دوی کارکوونکي فعالیت لري او دغه بنسټ له دوو لسیزو زیات په ښارونو او کلیو کې د خلکو او نورو بنسټونو ستراتیژیک شریک دی.
د غیر پلاني ساحو د ثبت پروګرام څخه ګټه اخیستونکې مېرمن فرحت وویل: خوښه یم چې حکومت د مېرمنو د پیاوړتیا زمینه برابره کړې او موږ ته د جمهوررئیس ډالۍ دا ده چې مېرمنې یې د کورونو په مالکیت کې شریکې کړې او د ملکیت سند په ترلاسه کولو سره احساسوو چې د خپلو ملکیتونو لرونکې شو.


راپورونه او مرکې
t