برقي انرژی پرمختګ له طبعی ګاز (بیات پاور) څخه

برقي انرژی پرمختګ له طبعی ګاز (بیات پاور) څخه

برقي انرژی تولید دستګاه د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په یتیم تاق سیمه کې موقیعیت لري چې د دې ښار د طبعي ګاز څخه د ۴۲ میګا واټه په اندازه برق تولیدوي، نوموړي پروژه د خصوصي سکتور د پانګې اچونی له لارې ګټې اخېستنی ته ورکړل شوي.

د دې پروژې قرار داد له بیات پاور شرکت سره د ۵ کالو لپاره تړل شوی، چې ددې قرار داد له مخې به بیات پاور له طبعي ګاز څخه برق تولید وي، ضرورتي ګاز به د افغان تصدی دولتی ګاز له پلوه تأمین او له هغه څخه تولید شوی برق به په برشنا شرکت باندې خرڅوي.

پدې پروژه کې د کانونو او پټرولیم وزارت عمده مسئولیتونه:

– قرارداد تراخره پورې د ضرورت له مخې ګاز تأمینول د برق د تولید پخاطر

– د یتیم تاق ګازلرونکو ساحو پراخوالۍ، د څاه ګانو کېندل، ګاز پروسس او تصفیه

– نیازمندانو ته د ضرورت په اندازه د برق ورکړه

کانونو او پټرولیم وزارت په سلو کې ۷۰٪ څخه زیات عمده مسئولیتونه د پروژې د وظایفو د تقسیم له مخې په کار اچولي. د یادونې وړ ده ، چې د پروژې د مشکلاتو د حل پخاطر یې تخنیکي ټیمونه جوړ کړي ترڅو د اونییو په جریان کې ورسره ګډې ناستې ولري، چې مدیریت یې د همدې وزارت تر څارنې لاندې کیږي.

د نوموړي پروژې ټولې چارې به په نږدې راتلونکي کې ډیر ژر تکمیل او ګټې اخېستنی ته وسپارل شي.




t