باباجيوالو د امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

باباجيوالو د امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

د هلمند د باباجي سيمې لسګونه خلک د امنيتي ځواکونو په ملاتړ راټول شوي وو او وې ويل دوی هر وخت د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راغلو قومي مشرانو د خبرو پرمهال وویل: د باباجي امنیتي حوزې آمر اغا ولي خلکو ته د امنیت په برخه کي ښې لاسته راوړني لري او ولس ترې خوښ دی.

دوی زیاته کړه:

«په دې ورستیو کي پرېکړه شوې چي د یادي امنیتي حوزې آمر تبدیلیږي چي ولسونه په دې پرېکړه خوښ نه دي او له ولایتي ادارې څخه غواړي چي یاد آمر پر خپله دنده پرېږدي ځکه خلک ورسره پوره همکاره دي او په امنیتي برخه کي هم ښې لاسته راوړني لري.»

ددې ترڅنګ په ولسي چارو کي د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې سلاکار بشیر احمد شاکر د خبرو پرمهال وویل: کله چي ولسونه د خپلي امنیتي حوزې په آمر خوښ وي باید تبدیل نه شي ځکه ولس ورڅخه خوښ دی او تل همکاري هم ورسره کوي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان راغلو قومي مشرانو او د سیمي اوسېدونکو سره د خبرو پرمهال وویل: دا چي ولس له خپلو امنیتي او ملکي مسولینو سره پوره همکاري کوي او ترې خوښ دي د خوښۍ ځای دی .

ښاغلي یاسین خان وویل:

«د هلمند امنیه قوماندان ته به هدایت وکړي چي د ولس ددې غوښتني پر اساس د یادي امنیتي حوزې آمر پر خپله دنده پرېږدي ځکه ولس يې تر شا ولاړ دی او ملاتړ يې کوي.»

د هلمند والي ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: که د باباجي امنیتي حوزې آمر که کومي نیمګرتیاوي وي باید پر اصلاحاتو يې کار وکړي او پر همدې اساس پر خپله دنده پاته شي.



t