جانوي کپور او کارتیک به په(Dostana 2) فلم کي یو ځاي ولوبېږی

جانوي کپور او کارتیک به په(Dostana 2) فلم کي یو ځاي ولوبېږی

د بالیووډ د پخوانۍ مړي سوي ښکلې او نوموتې سېنمايي ستورې سردیوي کپور لور جانوي کپور او د بالیووډ ښکلی او نوموتی سېنمايي ستوری کارتیک اریان په لوموړی ځل سره په یو فلم کي لوبېږي، دا فلم (Dostana 2) نومېږي او د بالیووډ د مشهور او تکړه ډایریکټر کرن جوهر له لوري رهنمايي کیږي.

کارتیک اریان چي نوی بالیووډ ته راغلی دی، په لږ وخت کي يي په ډېرو فلمونو کي ولوبېده او ښه اداکاری یي وکړه، اوس ورته سر پر سر د بالیووډ د مشهورو ډایریکټرانو له لوري  پیشنهادونه کیږي، هندي رسنیو ویلي دي چي اوس په تازه ورته د بالیووډ د مشهور او تجربه کاره ډایریکټر کرن جوهر په فلم کي د کار پیشنهاد سوی دی، او د بل طرفه ته د بالیووډ د (Dhadak) فلم تکړه سېنمايي ستورې جانوي کپور چي هم تازه بالیووډ ته راغلي ده هم ښه وځلیده او د کارتیک اریان سره به د کرن جوهر په (Dostana 2) فلم کي د ښځینه رول لوبونکي په رول راښکاره سي.

جانوي کپور او کارتیک اریان

د بالیووډ سېنما د مشهور لارښود کرن جوهر یاد فلم د جوړولو چاري به روان کال په اکټوبر میاشت کي شروع سي، پاته دي نه وي چي د یاد فلم په اصلي یعني اوله برخه (Dostana)کي ابیشیک بچن، پریانکا چوپړا او جان ابراهیم رول لوبولی و.


بالیووډ فلمي نړۍ
t