تقلید (معنی او مفهوم، اقسام او احکام او د مذهب بدلول)

تقلید (معنی او مفهوم، اقسام او احکام او د مذهب بدلول)

لیکنه: شیخ القران مولانا صیب عبدالصبور

۱. د تقلید معنی او مفهوم:
تقلید په لغوي اعتبار له دليل پرته د بل چا قول منلو ته ويل کيږي، او په عامه اصطلاح کې په هغه مسائلو کې چې دلائل يې متعارض وي او څوک پخپله پکې د ترجیح قوت نلري (نه پوهيږي چې کوم دليل قوي دی) او يا هغه مسائل چې په قرآن او سنتو کې په صراحت سره نه وي ذکر شوي (اجتهاد کولو ته اړتيا ولري) نو د بل (عالم، مجتهد يا مفتي) پيروي کولو ته وايي.

۲. د تقليد حکم:
د قرآن او حديثو په مقابل کې د يو چا تقليد کول ناروا دی، يعنې کومه مسئله چې قرآن او سنت کې په صراحت سره بيان شوي وي د هغې منل فرض او د بل چا قول پسې تلل ناروا دي.
۳. د تقلید احکام:
مسلمانان په ټوله کې د پوهې او علم په کچه سره توپير لري، يوه ډله هغه خلک دي چې هغوی د کامل اجتهاد تر پولې رسيدلي دي، دويمه ډله بیا هغه دي چې د پوره اجتهاد درجې ته ندي رسيدلي خو پر استدلال قادر دي، دريمه ډله بیا هغه دي چې ديني علوم يې کړي خو په استدلال قادر ندي او څلورمه ډله هغه عام مسلمانان دي چې منظمې ديني زده کړې يې ندي کړي. د دوی پورته ډلو اړوند د حکم تفصيل په لاندې توګه دی:
د لومړۍ ډلې (هغه چې د اجتهاد تر پولې رسيدلي) خلکو ته روا ندي تر څو د چا تقليد وکړي.
دويمه ډله (چې پر استدلال قادر دي) اړوند ځينې علماء وايي چې تقليد کول ورته ناروا دي خو ځینې نور يې بیا روا بولي. ځينې علماء بیا ددوی په اړه وايي چې که د تحقيق او څيړنې فرصت لري نو باید څيړنه دې وکړي او که فرصت نلري نو عندالضرورة تقليد کول هم ورته روا دي.
د دريمې او څلورمې ډلې خلکو اړوند علماء وايي چې دوی بايد حتمي تقليد وکړي، ځکه چې له تقليد پرته بله چاره نلري، د هغه چا تقليد به کوي چې اعتماد يې پرې راشي.

تقلید ته علی الاطلاق شرک ویل سمه خبره نده، تقلید هغه وخت شرک ګرځي چې چا ته د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم درجه او مرتبه ورکول شي، له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل شخص حقیقي آمر، ناهي او شارع وګڼل شي، د هغه هر حکم، پریکړه او فیصله د قران او حدیث غوندې وګڼل شي، نو دغه شان تقلید بیا ناروا دی.
که تقلید پدې معنا وي چې هغه له ما ښه پوهېږي نو ځکه زه د هغه په خبره اعتماد کوم، هغه ماته د الله او رسول خبره کوي زه یې منم، که کله ماته ثابته شي چې د چا خبره د کتاب او سنت سره په ټکر کې ده نو بیا د هغې د خبرې پروا نه ساتم بلکې يواځې د کتاب او سنت اتباع کوم، د هغه كس خبره نه منم نو دغه شان تقلید شرک نه بلکې روا دی.

۳. د مذهب بدلو (انتقال):
دويمه مسله له یو مذهب نه بل ته د انتقال مسله ده ، د هغې جواب دادی چې که له یو مذهب نه بل ته اوړیدل د مادي او مالي ګټو لپاره یا د نفس خواهش وي، دیني مصلحت ورسره نه وي تړلی، نو دغه شان انتقال حرام او نا روا دی، خو که انتقال د څیړنې او تحقیق نه ورورسته په راجح باندې د عمل کولو لپاره وي، دنیاوي غرض او هدف ورسره تړلی نه وي، بلکې هدف دالله رضاء وي بیا درست بلکې محمود دی.

خو هر تقلید کونکي ته چې کله د الله او رسول حکم معلوم او ثابت شي هغې ته به رجوع کوي او له تقلیده به راګرځي.
پدې هکله:
نبي علیه السلام فرمایي: لا طاعة لمخلوق في معصیة الخالق!
امام ابوحنيفه (رح) هم ويلي: اذا صح الحدیث فهو مذهبي!

د امام تقلید دې لپاره نه دی چې مسلمان له قرآن او حدیث نه لرې شي او د چا شخصي بندګان جوړ شي، بلکې د علماوو تقلید د دې لپاره دی چې مسلمان ته قران او سنت باندې عمل کول اسانه وګرځي.



اسلام، تقلید، مولانا صبور
t