عام امریکایان په خپل هیواد کې په یوه نظامي هډه برید کوي

عام امریکایان په خپل هیواد کې په یوه نظامي هډه برید کوي

دا څو ورځې کېږي چې څه کم دوه ميليون کسانو انلاين ثبت نام کړی او د Storm Area 51 په نامه يې يو خوځښت پيل کړی چې د راتلونکې سپتمبر په شلمه د امريکا په نېواډا په دښته کې په يوه مخفي او مرموز نظامي بېس (ايريا ۵۱ ) باندې چې ګومان کېږي امريکا پکې فضايي مخلوق او يوفوز ساتلي،حمله کوي او له دې فضايي مخلوق سره به ويني.
د امريکا هوايي ځواک د خلکو ددې کار په وړاندې جدي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې که هرڅوک داسې غيرقانوني کار وکړي له جدي برخورد سره به مخ شي او داسې به يې وانګېرو چې دوی په امريکا حمله کړې.
ددې دوه ميليون کسانو مشرانو ويلي: هيڅوک به د‌ دوی مخه ونشي نيولی او په ډله ييز ډول به په بېس حمله کوي او د منډې په جاپاني سټايل Naruto به د پوځ له مرميو تېز، ځان فضايي مخلوق ته رسوي او دوی به ويني.
په لومړيو کې داسې فکر کېده چې په انټرنېټ کې دا چيغې هسې ټوکې دي ځکه ددې نظامي بېس محرم توب او سخترين امنيت ټولو ته معلوم دی، خو اوس يې د امريکا نظامي ځواک ډارولی او خلکو ته جدي اخطارونه ورکوي او وايي چې څوک دا کار وکړي سخت برخورد‌ به ورسره وشي.
اېريا ۵۱ د لاس ويګاس په ۲۴۰ کيلومتري کې په يوه دښته کې پرته ده
او هيڅوک نه پوهېږي چې دلته د امريکا هوايي ځواک څه کوي او څه شی يې ساتلي؟ خو غالب ګومان دادی چې امريکا فضايي ټيکنالوجي ، فضايي تجسسي او جاسوسي الوتکې، فضايي مخلوق (ايلينز) او يوفوګان او د‌هغو بقاياوې پکې ساتلي دي.
د بېس له دېوالونو ۲۵ کيلومتري لرې شاوخوا يې سخت امنيت نيول شوی دی ،مخفي کامرې، د‌ غږ ثبتونې پټې الې ، پوستې ، ګزمې، د سيم خاردار موانع او د جدي خبرتياوو تختې لګېدلې چې دې ساحې ته د نه ورنږدې کېدو اخطارونه پرې ليکلي دي او هر چا چې دغه ليکل په پام کې ونه نيول، ساتونکو ته امر دی چې په مرمۍ يې وولي.

نور احمد عایل


امریکا معلوماتي او جالب
t