فاریاب کې نښته؛ ۱۰طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب کې نښته؛ ۱۰طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا نښته د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ مرکز کې رامنځته شوې ده.

د نښتې په ترڅ کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶ طالب وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

حکومت ویلي چې په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 



فاریاب کې نښته
t