افغان هوايي شرکتونه ولي نړيوال معيار نه سي پوره کولای؟

افغان هوايي شرکتونه ولي نړيوال معيار نه سي پوره کولای؟

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی، چي ډېري زړې آلوتکي لري، تېر ۱۸ کاله ددې وخت و، چي افغانستان وکولای سي، چي په بېلابېلو برخو کي په ځان بسيا سي، خو اداري فساد او د ظرفیتونو نشتوالي دا چاره له افغانستانه واخیستله.

په تېرو ۱۸ کلونو کي د آریانا افغان هوايي شرکت ترڅنګ آتو نورو خصوصي هوايي شرکتونو په افغانستان کي خپل فعالیت پیل کړ، خو ۷ شرکتونه یې بيرته د ماتي سره مخ سول.

د افغانستان هوايي شرکتونو له ۲۰۱۰م کال راهیسي آروپا ته د زړو آلوتکو په وجه د پرواز اجازه له لاسه ورکړه. اوس تازه د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکو ویلي، چي یو آروپايي پلاوی به سپټمبر میاشت کي افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د هوايي شرکتونو په برخه کي د ترسره سويو پرمختګونو آرزونه وکړي.

آروپايي هېوادونو ته هغه آلوتکي د پرواز جواز لري، چي تر لسو کلونو ډېري زړې نه وي، خو د افغانستان د آلوتکو عمر له شلو کلونو هم آوړي.

لاهم د افغانستان د هوايي شرکتونو په وړاندي ګڼي ننګوني سته او ګڼ هغه کسان چي بهر ته سفر کوي، ښه ګڼي چي د بهرنیو هوايي شرکتونو په آلوتکو کي بهر ته سفر وکړي.

په داسي حال کي، چي د افغانستان په کورنيو پروازونو کي مسافرین هر ځل مرګ احساسوي، خو د ځمکنیو لارو د ناآمنۍ او ناچارۍ له وجي په دغو آلوتکو کي سفر کوي.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، په دې وروستيو کي د هند پلازمېني ډیلي ته د پاکستان له لاري د آلوتنو اجازې نه موندلو له امله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلي آلوتني ودرولې.

د چارواکو په خبره، د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان د هوايي حریم تړل کېدو له امله افغانستان ته هم نږدې ۸ میلیونه ډالره زیان واوښت.

پاکستاني چارواکو څه موده مخکي د هند سره تر تاو تریخوالي وروسته خپل هوايي حریم د ټولو آلوتکو پر مخ بند کړ، خو وروسته یې له عبوري یا ټرانزیټ آلوتنو پرته د ځايي آلوتنو لپاره د خپل هوايي حریم پرانیستلو اعلان وکړ.

د هوايي حريم تر تړلو مخکي د هند او افغانستان ترمنځ له دوه ساعته لږ هوايي سفر نږدې شپږو ساعتونو ته اوږد سو، چي د پاکستان پرځای د ایران له لاري او یا د هند سمندر له لاري ترسره کېږي.

چارواکي وايي، مخکي په ورځني ډول د ډیلي-کابل ترمنځ نږدې ۲۵۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه، خو ددغو مسافرينو شمېره نږدې ۵۰۰ کسانو ته راکښته سوه.

آړوند چارواکي ډاډ ورکوي، چي د افغانستان د هوايي چلند وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی او په‌دې برخه کي د مثبتو بدلونونو خبره کوي، خو وايي، یوې اندازې پانګي او وخت ته هم آړتيا لري.

اوسمهال د آریانا ترڅنګ، د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د لسو شخصي او پنځه چارتر آلوتکو په لرلو سره فعالیت کوي، مخکي تر دې يې څو نور هوايي شرکتونه هم لرل، چي د آریانا ترڅنګ‌یې فعالیت کاوه، خو د ځینو دلایلو له امله له فعالیته ولوېدل.


راپورونه او مرکې هوايي شرکتونه
t