افغان حکومت خپلواکه دارالافتا ايجاد کړه

افغان حکومت خپلواکه دارالافتا ايجاد کړه

افغان حکومت په لومړي ځل یوه خپلواکه دارالافتا تاسيس کړه. و لسمشر محمد اشرف غني په دې اړه یوه فرمان کي ویلي، چي دغه مرکز به د شرعي فتواو د صادرولو یوازنۍ مرجع وي.

چارواکي وایي، ددې سره به د فتواو له کبله افغانستان یو څه خپلواک سي، خو د حکومت دا ګام منتقدین هم لري.

ولسمشر محمد اشرف غني زياته کړې، دغه جوړېدونکې دارلافتا به د جوړښت او بوديجې له پلوه یو خپلواک بنسټ وي او په لویه کچه شرعي فتواوي به صادروي.

ولسمشر له عدلیې وزارته غوښتنه کړې، چي له آړوند بنسټونو سره په همغږۍ دي ددغي دارالافتا تقنیني سند جوړ او پړاونه یې تکميل کړي.

په دې تړاو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ويلي، د دارالافتا په تخنیکي برخه کي به له مصر هېواد څخه مرسته غوښتل کېږي، خو مفتي او عالي شورا به یې د افغانانو له جېدو علماوو جوړه سي.

اوسمهال د افغانستان د ستري محکمې په چوکاټ کي هم د دارالافتا یو ریاست سته، خو هغه په ټیټه کچه او هغو برخو کي فتواوي ورکوي، چي محکمو ته راجع کېږي.

د ښاغلي صدیقي په خبره، دا لومړی ځل دی، چي په هيواد کي په دومره لوړه کچه دارالافتا ايجادېږي. دده په وينا، د علماوو شورا او نوري وتلي دیني څېرې به ددغي دارالافتا همکاران وي.

دا چي مخکي افغان چارواکو ویلي وه، چي یوې خپلواکي دارالافتا ته ددې لپاره آړتیا سته، چي په هيواد کي د روان تاوتریخوالي پر ضد فتوا صادره کړي او وینه توېدنه کمه سي. خو کارپوهان وايي، چي په اوسنیو شرایطو کي د خپلواکي دارالافتا جوړول ستونزمن کار دی.

په افغانستان کي ولي فتوا په بېلابېلو ډولونو تعبیرېږي؟ په دغه هيواد کي د فتوا پر وړاندي ستره ننګونه ناآمني برېښي. يوازي په تېرو څو کلونو کي لسګونه هغه دیني عالمان د نامعلومه وسله والو لخوا وژل سوي، چي د رواني خونړۍ جګړې د ناروا والي فتواوي یې صادري کړي وې.

په افغانستان کي د جګړې د ناروا والي فتواوي څو ځله له مطرحو اسلامي هېوادونو لکه سعودي او اندونیزیا لخوا هم ورکړل سوې، خو دلته جنګېدونکي وسله والي ډلي ورته هيڅ پام نه کوي.

داسي برېښي، چي افغان حکومت هم سولي ته د رسېدو لپاره د نورو هڅو ترڅنګ هڅه کوي، چي په جګړه کي ښکېلي ډلي د شرعي آحکامو او فتوا له مخي د وسلې ایښودو ته تيار کړي.


دارالافتاء راپورونه او مرکې
t