شلپا شیټي بیا بالیووډ ته ځي

شلپا شیټي بیا بالیووډ ته ځي

د بالیووډ سېنما وتلې سېنمايي ستورې شلپا شیټي له یو اوږد ځند وروسته یو ځل بیا بالیووډ ته ځي، هندي رسنۍ وايي هغه له دولس کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا د ښځینه هیرونې په حیث د دلجیت دوسانج او یامې ګاتم سره یو ځاي په فلم کي راښکاره کېږي. یاده سېنمايي ستورې له دولس کالو راهیسي په هیڅ کوم فلم کي د مرکزي هیرونې رول نه و لوبولی.

ممبي میریر په یوه راپور کي ویلي دي چي شلپا سیټي به په فلم کي د لیکوالې په رول راښکاره کیږي، وايي هغه په لندن او کریک کي د یوي میاشتي رخصتیو تیرولو وروسته بیرته ممبي ته راغلې ده او ژر به د فلم د جوړولو چاري پیل کړي، وايي هغه ډېره خوشحاله ده. هندي رسنۍ لیکي، د هندي سېنما یادي ښکلې ستورې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کي د (Apne) په نوم فلم کي له سني دیول، بوبي دیول، دهرمیندر او کترینه کیف سره را ښکاره سوې وه.

شلپا سیټي، دلجیت دوسانج او یامي ګاتم

همدارنګه په  ۲۰۰۸مېلادي کال کي د ابیشک بچن، جان ابراهیم او پریانکا چوپړا (دوستانه) فلم ټاپ سندري ته په ډانس کي راښکاره سوه. او په ۲۰۱۴ مېلادي کال کي  د (Dishkiyaoon)  په نوم فلم تولید کړي و، چي له ماتي سره مخ سو او له هغه وروسته هغه یوازي د نڅاو په کوربتوب راښکاره کیدله.

یاد فلم کیسه په ۲۰۰۷ مېلادي کال د نیراج ورا له لوري لیکل سوي وه چي له هغه وروسته ومړ او یاد فلم د مشهور پروډيوسر توراني فلم دي او تر اوسه لا د فلم د نوم په هکله معلومات نه دي ورکړل سوي. پاته دي نه وي چي شلپا شیټي د هند د یو تاجر سره د واده کولو وروسته په فلمونو کي ډېره تر سترګو نه سوه.


بالیووډ فلمي نړۍ
t