هند کې د پاکستان جاسوس ونیول شو

هند کې د پاکستان جاسوس ونیول شو

هندي رسنۍ وايي، د هندوستان د ریل لارې یو کارکوونکی پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

دغه کس د هند په پنجاب کې نیول شوی دی.

د پنجاب امنیتي چارواکو ویلي چې د ځینو پټو معلوماتو پر اساس دغه کس د پاکستان د ای اس ای استخباراتي ادارې ته کار کاوه.

تورن کس د رامکیش مینا په نوم پيژندل شوی دی چې له هندي ریلګاډي ادارې سره یې کار کاوه.

د ځايي پولیسو مشر ویرکامیجت سینګ دوګال ویلي چې له نوموړي پولیسو ځیني شواهد او اسناد هم ترلاسه کړي دي.

له رامکیش پوښتنو او څیړنو څرګنده کړې چې د اتاري ریل لارې تمځای، نه یې ویډیوګانې جوړولې.

پولیسو ویلي چې ده به دا تصویرونه او ویډیوګانې پاکستان ته خپلو اړیکو خلکو ته لیږلې.

 



نړۍ، پاکستانی جاسوس
t