د ځوان پاته کېدلو لپاره مناسبي غذاوي

د ځوان پاته کېدلو لپاره مناسبي غذاوي

د ډېرو اوبو لرونکو مېوو او سبزیجاتو لکه هندواڼه، بادرنګ، سېب، شفتالو، خټکۍ او دېته ورته نورو خوړل د پوستکي د مرطب والي سبب کېږي او د ډېرو ګونځو مخنیوی کوي.

توت: دغه مېوه په پوستکي کي د کولاجن د ازادېدو سبب کېږي چي دغه ماده د پوستکي په صافوالي کي تر ډېره مرسته کوي.

لږ غوړ لرونکي مستې: په مستو کي موجود ویټامینونه د بدن د مختلفو فعالیتونو په ترسره کولو کي رول لري چي له جملې څخه یې د حجرو رشد او د هغوی وېشنه ده.

ماهیان: د شحم لرونکي اسیدونو موجودیت په دې کي د حافظې د تقویت او د مغز د فعالیت د ډېرېدو سبب کېږي.

ګازري: د لمر د منفي تاثیراتو په مقابل کي ستاسو د پوست ساتنه کوي او تخریب سوي حجري ترمیم کوي.

چاکلېټ: شیریني په بدن کي د ویني د جریان سبب کېږي.

کیوي: د دغه مېوې خوړل نه یوازي د پوستکي د سپینېدو سبب کېږي، بلکي د هډوکو د سلامتیا لپاره هم ګټور دي.

جوز: د زړه د ناروغیو څخه مو ساتي او د هډوکو د قدرت د ډېرېدو سبب کېږي.

ادرک، قهوه، کورکمن چي د ډېر آنتي اکسیدان درلودونکي دي د ویني د کلسټرول د تعادل سبب کېږي.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي معلوماتي
t