هغه عادتونه چي کامیابه اشخاص یې نه لري

هغه عادتونه چي کامیابه اشخاص یې نه لري

د څو کارونو په یوه وخت کي ترسره کول: کېدای سي ستاسي په نظر دا ښه وي چي څو کارونه په یوه وخت کي ترسره کړئ، خو دا کارونه به مو ضعیفه نتیجه ولري. د یوه کار ترسره کول په واحد وخت کی د دې سبب کېږي چي مغز مو آرامه او ښه تمرکز ولري او کار مو هم په ښه توګه ترسره سي.

پر غیرضروري کارونو ډېر وخت مصرف کول لکه فېسبوک، چټ، د دوستانو سره بېځایه خبري او نور… د دې لپاره لازمه ده چي هره شپه د کارونو لپاره مو مهالوېش جوړ کړی او په ورځ کي په همدې ترتیب مو کارونه ترسره کړی، کله چي وخت پاته سي، بیا کولای سي پر دې غیرضروري کارونو یې تېر کړی.

د کار د مېز ګډوډي: فزیکي ګډوډي د ذهني ګډوډۍ سره برابره ده، که چېري داسي ګډوډ ذهن ولری، نه سی کولای، تر څو کارونه مو په سمه توګه ترسره کړی.

پر بېره اعتراف: بېره کاملا طبیعي ده، مګر د دې لپاره چي د یو شي څخه بېره لری، د دې لامل باید نه سي چي د هغه کار څخه تېر سی، کېدای سي د هغه کار ترسره کول ستاسو لپاره بهتره وي، نو د دې لپاره خپل منفي فکرونه او بېره د ذهنه څخه وباسی.

د نورو ملامتول: هدف ته د نه رسېدو په وخت کي د نورو ملامتول د فکر کولو تر ټولو بده طریقه ده، د دغه حالته څخه ځان وباسئ او مسؤلیت منونکي واوسئ، ځکه د ژوند د شرایطو مسؤله تاسي خپله یاست نور نه.

ژباړه: عایشه عزیزي


ليکني او ژباړي معلوماتي
t