د مخالفتنو باوجود د الکترونیکو تذکرو ویش؛ ننګرهار کې یې هم دفتر پرانیستل شو

د مخالفتنو باوجود د الکترونیکو تذکرو ویش؛ ننګرهار کې یې هم دفتر پرانیستل شو

په ننګرهار ولایت کې په رسمي ډول د برښنايي پيژندپاڼو دفتر پرانیستل شو چې یو شمیر کسانو ته یې د الکترونیکي تذکرو په ورکولو سره لړۍ شروع کړه.

دا دفتر په مرکز جلال اباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

دې مراسمو کې د دې ولایت والي شاه محمود مياخيل، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئيس احمد جاويد رسولي، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د دې ولايت د بېلابېلو ادارو رئيسانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

ښاغلي مياخيل د احصايې او معلوماتو مرکز په پرانیستو خوښي څرګنده کړه.

له کابل او هرات ولایتونو وروسته ننګرهار دریمه هغه ولایت شو چې د الکترونیکو تذکیرو ورکړه په کې پيل شوه.

ننګرهار والي وویل برېښنايي پيژند پاڼې د نظام بنسټ جوړوي، په اقتصادي، ټولنيز پرمختګ او امنيت تامین کې موثره رول لري.

هغه مسوولینو ته په ډاډ ورکولو سره وویل:

«په دې ولايت کې به د برېښنايي پيژندپاڼو وېش په موخه لازم سهولتونه برابر کړي او په ننګرهار مېشتو يې غږ وکړ، چې راشي او نوي برېښنايي پيژنډ پاڼې تر لاسه کړي.»

د احصايې ملي ادارې عمومي رئيس احمد جاويد رسولي وويل، چې اوسمهال په ټول هېوادې کې شاوخوا دوه سوه پنځوس زره کسانو برېښنايي پيژند پاڼې ترلاسه کړي او پنځوس زره نورو نومليکنه کړې، چې دغه شمېر ورځ تر بلې زياتيږي.

د ښاغلي رسولي په خبره دا مرکز يواځې د ننګرهار لپاره ځانګړی شوی، خو د ختيځو ولايتونو نور اوسيدونکې هم دلته نومليکنه او برېښنايي پيژند پاڼه اخیستلی شي.

هغه زیاته کړه:

«ډېر ژر به په جلال اباد ښار کې د غوښتنې له مخې څانګې زياتې کړي او همدا راز د ختيځ زون په پاتې ولايتونو کې به هم مرکزونه پرانيزي.»

په دې اړه جوړو مراسمو ته د احصايې ملي ادارې عمومي رئيس وايي، چې د برېښنايي پيژند پاڼو اخيستلو پروسه ساده شوې ده او د دې ولايت پر اوسيدونکو يې غږ وکړ، چې د برېښنايي پيژند پاڼو اخیستو لپاره نومليکنه وکړي.

نوموړي د مرکز کارکوونکو ته وویل:

«کارکوونکي باید له مشتریانو سره ښه چلند وکړي او کارونه يې پر وخت خلاص کړي.»

له یادو مراسمو وروسته د ننګرهار والي په مشرۍ یو شمیر مسؤلینو ته چې له وړاندې یې برېښنایي پېژند پاڼې لپاره ثبت نام ترسره کړی وو، ورته جوړې شوې تذکرې ورکړل شوې.

په افغانستان کې د برښنایي تذکرو لړۍ وروسته له ډیرو جنجالونو پیل شوه، چې د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال ادارې څه وخت وړاندې ویلي ول، درې کاله وروسته به کاغذي تذکرې باطلې اعلان شي.

یادې ادارې ویلي چې ددې تذکرو د ویش لپاره یې کارکوونکي روزلي او اړین مهارتونه یې ورزده کړي څو دا پروسه په بریالي توکه پرمخ بوځي.

د الکترونیکي تذکرو د نه ویش یو مخالف د اوسني حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله دی.

ښاغلي عبدالله چې څه وخت وړاندې کابل کې افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو نهه ویشتم کال لمانځغونډه کې خبرې کولې وویل، د ولس اړوند مسایلو په تړاو سرسري پریکړه به بدې پایلې ولري.

نوموړي په ټینګار ویلي ول چې افغانستان اوسمهال له سیاسي او امنیتي بحران سره مخ دی او د یوه تازه بحران په رامنځته کولو سره نشي کیدای چې دا بحرانونه پای ته ورسیږي.

خو له ټولو سختو مخالفتونو سره سره اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د الکترونیکو تذکرو د ویش لړۍ پيل او دا ده په ورو ورو د افغانستان ټولو ولایتونو ته غځیدونکې ده.

 


برښنايي تذکرو ویش
t