د افغانستان سوله ييز بنسټ د سولې په اړه سلا مشورې پيل کړي

د افغانستان سوله ييز بنسټ د سولې په اړه سلا مشورې پيل کړي

د افغانستان سوله ییز بدلون د بنسټ له مشر ډاکټر فاروق اعظم سره نن د هېواد د بېلابېلو سیمو علمي و سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو او متنفذینو د یوې ناستې په ترڅ کې لیدنه وکړه او د افغانستان په روان وضعیت یې ورسره بحث وکړ.

د افغانستان سوله ييز بنسټ څخه په خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، ددغو لیدنو کتنو په ترڅ کې قومي مشر حاجي خان محمد احمدزي د سولې په لړ کې د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر همېشنۍ هڅې وستایلې او ویې ویل:

(( موږ په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې د تامین په لړ کې ستاسو له هلو ځلو خبر یو او ستاسو پر تقوا او وطندوستۍ هم باور لرو. لکه څنګه چې تاسو په هېواد کې د همېشنۍ سولې راوستلو په لړ کې هڅې کړي او په دې برخه کې تجربه لرئ، نو له دې امله تاسو ته د ملتسترګې دي. موږ په دې مقدسه پروسه کې ستاسو ملګري یوو.))

پر قومي مشرانو سربېره د هېواد نامتو لیکوالو او د نظر خاوندانو هم د افغانستان د سوله ییز بدلون د بنسټ له مشر سره وکتل. ددغو کتنو په ترڅ کې نامتو لیکوال او څېړونکي محمد اصف صمیم سوله ددې وطن لومړیتوب وباله او پر ټول ولس یې غږ وکړ، چې د ترلاسه کولو لپاره یې باید کار وکړي.

پر اصف صمیم سربېره تکړه لیکوال شهرت ننګیال د لوګر پخواني سناتور ولي احمدزي، مولوی حميدالله، ډاکتر خوشحال قریشي او محب الله درویش هم له ډاکټر فاروق اعظم سره ولیدل اود سولی پر مختلفو اړخونو یې بحث وکړ.

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش بیا له ډاکټر فاروق اعظم سره په لیدنه کې د افغانستان دسوله ییز بدلون بنسټ په مطبوعاتي برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د اړتیا پر مهال به خپله اوونیزه (اوربند) د سولې اړوند لیکنو ته ځانګړې کړي.

سربېره پر دې د ارزګان د علماوو د شورا رییس مولوی حمیدالله هم د افغانستان د سوله ییز بدلون له بنسټ سره خپلملاتړ اعلان کړ. هغه وویل، چې موږ دوه هفتې مخکې له طالبانو سره د پلچکان، نیچین، خانه اقا او اړوندو سیمو کې د حاصلاتو د کښتونو د راټولو لپاره د لسو ورځو اوربند اعلان کړ.  .

ورپسی ددی بنسټ د درالانشا رئیس سردارمحمد همدرد د تیرو غونډو ګزارش ګډونوالو ته وړاندی کړ. هغه وویل چی د داکتر صاحب د مشری لاندی تر تیر اتو میاشتو راهیسی مونږ په منظم ډول کار پیل کړی دی. له قومونو سره مو خبرې کړي، له ملي شخصیتونو، نخبه ګانو او سیاسي څېرو او له هغو سلګو مشرانو سره، چې پر سوله باور لري مشورې شریکې کړي دي.همداشان مو د سولې له دوه ویشت بنسټونو سره لیدنې کړي دي، چې په دوی کې له ځینو سره طرحې وې، خو د عملي کولو توان یې نه لاره. څینې بنسټونه بیا یواځې پروژې و او غوښتل یې چې له دې لارې مالي ګټه ترلاسه کړي، خو سوله د مالي ګټو د ترلاسنې نه، بلکې یو مقدس نوم او ددې وطن یو لوی ضرورت دی.

موږ د خپل فعالیت د لا ښه او منظمولو لپاره د کمیټیو پر جوړولو لګیا یو او ددې ترڅنګ هڅه کوو چې د نامتو شخصیتونو یوه جرګه ګۍ جوړه کړو. په دې اړه مو ځینو کسانو ته دنده ورکړې ده، چې له د ملي مشرانو کورونو ته ورشي او هغوی ته دا پېغا ورسوي. د ډېرو قومي شوراګانو ملات مو ترلاسه کړی او همداشان د سیاسي ګوندونو او د هېواد له مطرح سیاسي مشرانو سره هم په تفاهم لګیا یو.

وروسته داکتر صاحب فاروق اعظم د سولی پر فرصتونو او ننګونو خبری وکړی. ده د سولی مختلفی لاری په ګوته او تر سولی وروسته افغانستان کی یی د پرتو ننګونو ذکر وکړ. ده وویل که خاموشه وطن دوسته ملت مو په رښتیا ملګرتیا وکړی مونږ آماده یو چی د سولی لپاره منصفانه او دافغانستان د ملی ګټو پر اساس داسی طرحه وړاندی کړو چی هغه هم د کور دننه اوهم د کور دباندی د منلو وړ وی. ده وویل سوله مهمه ده خو ساتل یی هم ډیر مهم دی. داکترصاحب د تلپاتی سولی پر کیف وکان او د هیواد پر سیاسی ثبات او پرمختګ عالمانه خبري وکړې.

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ پر ټولو وطندوسته او سوله غوښتونکو افغانانو غږ کوي، چې له موږ سره د وطن د نجات په دغه کاروان کې ملګرتیا وکړي او مټې مو پیاوړي کړي.



t