يوه لنډه خو مهمه مقايسه

يوه لنډه خو مهمه مقايسه

۲۰۱۵ کې چې لومړی وار هند ته ولاړم، د ميټرو کارونه نوي نوي شروع شوي چې تقريبا له کابل څو چنده غټ ښار ته يې په څلور کلونو کې د ميټرو پوښښ ورکړ.

حيدراباد ممکن نهه يا لس ميليونه نفوس لري، چې په ښار کې په پوره اندازه ترافيک وي، د دومره لويې پروژې د تطبيق تر شا يوازينی راز دا و چې ټول کارونه به يې د شپې له خوا هغه وخت کول چې هېڅ نوع مزاحمت به نه کارکوونو ته او نه هم عوامو ته و.

راځم د وطن کيسې ته:

دلته منو چې ستونزه امنيت ده، خو تر ډېره برخه ښارونو کې دننه ساختماني کارونه د ورځې له خوا کيږي چې ګڼې ستونزې زيږوي، ترافيک زياتوي او د ګڼې ګوڼې لامل کيږي.

نوټ:
دا مې دې پورې وويل چې هغه ورځ درونته کې د سړک جوړونې له کبله کابل ته په سفر کې له يو ساعت زيات وځنډيدم.

انیس حلیم


معلوماتي، هند افغانستان
t