د ټرمپ خبرې؛ ولس نه واکداران ملامت دي

د ټرمپ خبرې؛ ولس نه واکداران ملامت دي

د ټرمپ په څرګندونو ولس مه ملامتوئ او مه د هغه له امله ولس ته پيغور ورکوئ.

پيغور او شرم هغه چاته پکار دی، چې د ډيپلوماسۍ او سياست واګي يې په لاس کې نيولي او هېواد يې د خپلو غلطو سياستونو او بيکاره ډيپلوماسۍ له امله تر دې سټيجه را ښکته کړ، چې اوس مو د هېواد د ورکيدو ګواښونه کيږي.

ولس بيچاره خو د جګړې مېن قرباني طبقه ده، له يوې خوا په لوی لاس د هېواد له برخليک ټاکوونکو مسايلو لرې پاتې شوی او له بلې خوا د جګړې د ښکيلو غاړو هدف ګرځيدلی.

شرم د وخت واکدارانو ته پکار دی، چې تمامه ورځ پروپيګنډا ته ناست دی او په دروغو اوازې خپروي، چې پاکستان يې منزوي کړی او د اقتصادي رکود سره يې مخ کړی.

پروپيګنډا او د دروغو اوازې اخر هم رښتيا کيږي او دا دی نن يې په عملي طور وينو.

په تېرو څو کالونو کې د پاکستان د منزوي کيدو بهترين فرصتونه تر ګوتو راغلي وو، خو ولې زمونږ د کمزوري ډيپلوماسۍ او ضعيف مديريت له امله مو يو، يو فرصت په اسانۍ له ګوتو ووته او دا دی نن يې عملا وينو ، چې پاکستان دومره وپړسيده، چې اوس د طالبانو پر سر له امريکا سره چنې وهي او زمونږ د هېواد د ورکيدو ګوتڅنډنې ته خبره رسيدلې.

پاکستان په سيمه کې پروژه يي هېواد دی، سياست کې نغدې ګټې ته لومړيتوب ورکوي او همدا علت دی، چې د ډېرو هېوادونو پروژې يې په پوره مانا تطبيق کړي.

که له حکومته د ولس د ملاتړ خبره وي، ولس تل خپل حکومت په ليمو منلی او هر ډول بدو شرايطو کې يې کلکه ملا ور تړلې.

اوس يو شمېر په اصطلاح منصبداران لګيا دي او د ټرمپ په وروستيو څرګندونو ولس رټي او د بې شعوره ولس خطاب ورته کوي.

ساجد بهار



لیکنه، د ټرمپ څرګندونې
t