شل وسله وال مخالفين حکومت سره يو ځای شول

شل وسله وال مخالفين حکومت سره يو ځای شول

ننګرهار ولايت ملي امنیت رياست کې د زمري په لومړۍ د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ۲۰ وسله وال مخالفين د خپلو ۲۱ ميله وسلو سره حکومت سره يو ځای شول.
د خبري کنفرانس پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخيل، چې د ملي امنيت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي او نور مسئولينو هم شتون درلود وويل، چې د ملي امنيت موظفينو په هڅو د چپرهار، مومندرې، خوږياڼو او شينوارو ولسواليو کې، چې نولس وسله والو طالبانو فعالیت کوه د حقيقت په درک کولو سره سولې بهیر سره يو ځای شول.
نوموړي وویل، چې په ورته وخت کې يو داعش وسله وال هم ملي امنيت رياست ته تسليم شوی او په خپلو تېرو کړنو يې پښيمانې ښودلې.
هغه زياته کړه، چې يو ځای شويو وسله والو مخالفينو خپل نولس ميله کلاشنکوفونه، يو ميل پيکا او يو ميل راکټ هم ملي امنيت رياست ته وسپارل.
ده له يو ځای شويو کسانو څخه مننه وکړه، چې حقيقت يې درک کړ او د خپلو خلکو او هېواد لپاره يې له مخالفت څخه لاس واخيست.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې اوسمهال په ننګرهار کې امنيتي ساحه پراخه شوې او امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې هڅه کوي، چې د امنیت ساحه لا پراخه کړي.
نوموړی وايي، چې چپرهار ولسوالۍ د روانو عملياتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفينو پاکه شوې او هڅه کوي، چې په دغه ولایت پاتې ساحې، چې په کې د وسله والو مخالفينو واړه ګروپونه شتون لري ترې خلاصې کړي.
سولې بهير سره يو ځای شوي طالب قوماندان الله نظر وويل، چې د خپلو شخصي ستونزو له امله وسله والو طالبانو سره يو ځای شوی و او په پاکستان کې يې د دريو موټرو په وسيله خپل هېواد ته چاوديدونکي او نور تخريب کوونکي توکي ليږدول.
نوموړي زياته کړه، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د انسان تښتونې ترڅنګ، په جګړو او ګڼ شمېر نورو ورانکارانو فعاليتونو کې برخه اخیستې.
هغه وايي په دې وروستیو کې پاکستان بندي شو او ورته حقيقت څرګند شو، چې په سمه ندی روان او د ازاديدو سره يې خپلو ملګرو ته له ورتګ وروسته پريکړه وکړه، چې سولې بهير سره يو ځای شي او نن يې دا پریکړه عملي کړه.
يو بل وسله وال طالب سيد وويل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکی دی او د وسله والو طالبانو په ليکو کې تر شامليدو وروسته يې په ياده ولسوالۍ کې بمونه ايښودل او د نورو ملګرو په ملتيا يې پر پوستو بريدونه کول.
نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې ورته جوته شوه، چې د دوی کار يواځې افغان وژنه او د خپل وطن ورانول دي؛ نو ځکه سولې بهير سره يو ځای شو.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې ننګرهار کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستی او سولې بهير سره يو ځای شوی دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.



t