لاتیني امریکا کې یو لیتر تیل په شا او خوا نیمه افغانۍ دي

لاتیني امریکا کې یو لیتر تیل په شا او خوا نیمه افغانۍ دي

د لاتينې امريکا په وينزويلا هېواد کې پټرول ، ډیزل او امثالهم د دنيا د هر هېواد په پرتله تر ټولو ارزانه دي. يو لېتر پترول پکې په شاوخوا نيمه افغانۍ پلورل کېږي، تاسې په ۲۰ افغانۍ د موټر بيخي تشه ټانکۍ په سوپر پترولو تر خولې ډکولی شئ . په داسې حال کې چې ددې هېواد خلک له لوږې، بېکاري ، سياسي کشمکشونو او لاس وهنو ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

نو په کوم هېواد کې چې د سترې تصميم نيونې په برخه کې پوهه او مديريت نه وي، سياسيون،قومي او قبيلوي ټېکداران، ځوانان او مدني فعالان يې د شخصي کټو،پردۍ مداخلې او داخلي کشمکشونه مرکزي کرکټرونه وي، هېواد به هرڅه لري خو خلک به يې له لوږې مري.

کور مې د سيند له غاړې دی له تندې مرمه!

هر هېواد په يوه زماني مقطع کې يو،يو بخت لري د‌ وينزويلا بخت ددې هېواد ولسمشر هوګو چاوېز و، چې هغه مړ شو ،وينزويلا بيا ښه ورځ ونه ليده.

د‌ هوګو چاويز په اړه ما په ۲۰۱۲ کې دده په ژوند ډېر جالب څه ليکلي و، چې راپيدا مې کړل پوسټ کوم يې.

نوراحمد عايل



تیل جالب معلوماتي نړۍ
t