د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټي شپږمه غونډه جوړه شوه

د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټي شپږمه غونډه جوړه شوه

کورنیو چارو وزارت نن د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټې د شپږمې غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو او مرستیالانو، د بشر حقونو استازو، د غوڅ ملاتړ ماموریت استازي او ملکي مرستیال او د سیستیکا ادارې قومندان پکې ګدون کړی و.
غونډه کې لومړی د کورنیو چاور وزارت د جنډر مشرې مل پاسوال حکمت شاهي او د ملي دفاع وزارت د جنډر او بشرحقونو مشرې مسکا کریمي د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د جلب او جذب د لړۍ، کمي او کیفي زیاتوالي او ګټنې بشپړ راپور وړاندې کړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي وویل، چې موږ د هېواد له ولسمشر او مېرمنې یې په ملاتړ، کورنیو چارو وزارت کې د ښځو په لا تقویې کې رغنده ګامونه پورته کړي او ټینګار یې وکړ، چې کورنیو چارو وزارت کې د ښځو لپاره کاري فضا مصوونه ده او دوی ته د ښځو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو وړ ندی.
په همدې حال کې د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د ونډې په زیاتوالي او تقویې خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو هڅې د ستایلو وړ وبللې.
د دې ترڅنګ حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتېژي مرستیالې د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو د ونډې له زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو زیاتونه یو شعار نه بلکې دا د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لومړیتوبونو دی.



t