د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ د قرات سيالي جوړه شوه

د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ د قرات سيالي جوړه شوه

د قرائت یاده سیالي د حج اوقافو ریاست له لوري جوړه شوې وه چي ګڼ شمېر دیني علماوو ، حافظانو او قاریانو پکې ونډه لرله او هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان هم ګډون پکې وکړ.

د هلمند د حج او اوقافو ریئس حافظ محمد داود مدقق د خبرو پرمهال وویل: د خپلواکۍ سلمه کلیزه به دیني علماء هم په شاندارو مراسمو ولمانځي او د قرانکریم د قرائت ننۍ سیالي يې د پروګرام پیل وو مدقق زیاته کړه: په خپلو ټولو پروګرامونو کي به سولي په برخه کي هم دیني علماو ږغ پورته کړې ترڅو دلته نور ورور وژنه او د بیګناه انسانانو وینه توېدل ودرېږي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: د اسد میاشتي ۲۸ نېټه د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزي سره برابره ده خو ددې ورځي لپاره ځانګړي شوي پروګرامونه د اسد میاشتي له لومړۍ څخه پیل شوه چي د قرانکریم د قرائت سیالي لومړی پیل دی.

د قرانکریم د قرائت په دې سیالیو کي درې تنه لومړۍ ، دوهم او دریم مقام ګټونکو قاریانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او ددیني علمانو له لوري د هیواد ملي بیرغ د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په اوږو واچول شو.


د خپلواکۍ سلم جشن
t