لغمان: په ۳۰ میلیونه ډالرو د شاهي کانال پروژه پیل شوې

لغمان: په ۳۰ میلیونه ډالرو د شاهي کانال پروژه پیل شوې

په لغمان کې د څه باندې دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت د شاهي کانال پروژې د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ددې کانال د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې له مرکزه د کابینې یو شمېر غړو او د لغمان ولایتي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.
د لغمان ولایت د سیندېزې فرعي حوزې د رئیس سید عبدالرحیم سادات د معلوماتو له مخې چې نن یې په دې ولایت کې د شاهي کانال د پروژې چارې عملاً پیل کړې.
نوموړی وایي، یاد کانال دوه فازه لري، چې اوږدوالي یې ۳۲ کیلو متره دی او د الینګار ولسوالۍ له سندروا سیمې څخه تر څپرو پورې ۱۲ کلي ترېنه استفاده کوي چې ۵۰۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به خړوبه کړي.
سادات وایي، چې د شاهي کانال دویم فاز کې به د بابا صیب دښته کې د ۳۰ کیلو متره کانال په لرلو سره ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د سیندیزې فرعي حوزې رئیس دغه راز زیاتوي چې اوس مهال دیاد کانال د لومړي لاټ چارې چې ۶,۳ کیلو متره دي پیل شوې چې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت به پای ته ورسیږي او ټول ټال په دغه کانال ۳۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د دریو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د شاهي کانال ستره ،حیاتي او له پراخو اقتصادي ګټو برخمنه پروژه دلغمان ولایت د الینګار ولسوالی اړوند د سندروا کلي څخه پیلیږي ،د الینګار سیند د شمال لوېدیځې برخې څخه سرچينه اخلي او دخپل مسیر په اوږدوکې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالی اړوند زیاتې ځمکې د شخطري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.
د شاهي کانال د پروژې د پیل پخ مراسمو کې، د جمهور رئیس ستر سلاکار اود مالیې وزیر محمد همایون قیومي ، دکلیو د بيا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالاکرزي ،د اوبو او برېښنا وزیر محمد ګل خلمي، د ترانسپورټ معین امام محمد وریماچ، لغمان والي محمد اصف ننګ، مرستیال والي الحاج شهزداه مظلوم یار، ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د لغمان ولايت نظامي او ملکي ادارو مسوولينو، علماءو کرامو، قومي مشرانو، مدني ټولنو استازو، مېرمنو، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
لومړی لغمان والي محمد اصف ننګ راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې د شاهي کانال سترې پروژې د پرانېستې په موخه سفر کړی.
نوموړي زياته کړه ياده پروژه چې د څو لسيزو را په دې خوا د لغمان د ولسونو ارمان وو، نن رسماً د افغانستان د کابينې د يو شمېر وزيرانو په شتون کې د پرانېستې مراسم ترسره شول.
هغه د جمهور رئیس او د کابينې له وزيرانو څخه مننه وکړه، چې د يادې پروژې د منظورولو په برخه کې يې د لغمان له ولايتي ادارې سره همکاري کړې.
ورپسې د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي، قومي مشر حاجي عبدالروف، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي محمد رفېع مموزي، د شاهی کانال چارو باندې د خوښۍ سربېره ددې ولايت د ولسونو یو شمېرغوښتنې او پېشنهادات د کابينې د وزيرانو سره شريک کړل.
دوی د کابينې غړو ته په لغمان ولايت کې د څلورو ولسواليو منظورول، دې ولايت ته د دوهمه درجې امتيازاتو عملاً ورکړه، وطن ګټو،کله ګوش بندونو جوړل، نيازيو سړک، د اليشنګ په سيند بند برق جوړول، په لغمان کې خصوصي پوهنتون جوړول، د لغمان ولايت په بوديجه کې زياتوالی راوستل، سولري برېښنا جوړول، د سرخکانو ملي پارک کارونه شروع کول د دې ولايت د ولسونو مهمې او حياتي غوښتنې يادې کړې.
بلخوا ننګرهار والي شاه محمود مياخېل افغانستان او موجوده نظام د ټولو مشترک هېواد او نظام ياد کړ.
نوموړي له راغلو وزيرانو څخه مننه وکړه، چې تل يې د دوی سره د ښې حکومتوالۍ په رامنځ ته کېدو او د بېلابېلو ستونزو په حلولو کې همکاري کړې.
ورپسې د راغلي پلاوي په استازولۍ د جمهور رئیس ستر سلاکار او د ماليې وزير همايون قيومي وويل نن د وياړ ځای دی، چې د شاهي کانال پروژې د پرانېستې په موخه يې لغمان ولايت ته سفر کړی.
نوموړي زياته کړه، شاهي کانال پروژه د لغمان مېشتو ولسونو لپاره يوه مهمه او حياتي پروژه ده، چې په شروع کېدو سره به يې لغمان مېشتو ولسونو ته د کار ترڅنګ ګڼې نورې اسانتياوې رامنځ ته شي.
هغه زياته کړه په پام کې ده، چې په ټولو ولايتونو کې تر ۳۰۰ لوی او کوچنۍ د اوبو د بندونو پروژې پيل شي.
قيومي زياته کړه ولسمشر هڅه کوي، چې د افغانستان اوبه مهار کړي، چې ښه بېلګه يې نن د شاهي کانال د پروژې پرانيسته ده.
په ياده غونډه کې يو شمېر نور مهم موضوعات او غوښتنې هم د راغلو وزيرانو سره د حل په موخه شريکې شوې.



t