د ۸ ښارونو ۲۰ زره نارسمي کورونو ته د ملکیت سندونه وېشل شوي

د ۸ ښارونو ۲۰ زره نارسمي کورونو ته د ملکیت سندونه وېشل شوي

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي تر دې مهاله د کابل، هرات، مزار شریف، جلال آباد، کندهار، فراه، بامیانو او نیلي ښارونو په غېر رسمي سیمو کې د کورونو لرونکو ته؛ د ملکیت ۲۰ زره سندونه وېشلي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست، محمد جواد پیکار، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د نړیوال ښاري سمپوزیم پایلې بیانولې، زیاته کړه: په غیر پلاني سیمو کې د کورونو لرونکو ته د ملکیت سندونو د وېشلو لړۍ دوام لري او تمه ده چې د ۲۰۱۹ م کال تر پایه پورې به ۱۵۰ زره کورونو ته، د ملکیت سندونه ووېشل شي.
هغه وویل، چې یاده شمېره به تر ۲۰۲۰ م کال پورې، ۵۰۰ زره کورونو ته ورسېږي.
نړیوال ښاري سمپوزیم د شنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس، د کابینې غړو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او کابل ښاریانو په ګډون سره، د جمهوري ریاست په ارګ کې پرانیستل شو.
د پرانیستنې د مراسمو پر مهال د کابل ښار د غیر رسمي سیمو ۱۰ زره اوسېدونکو ته په عملي توګه د ملکیت سندونو د وېش لړۍ، د جمهور رییس لخوا پیل شوه.
پیکار ټینګار وګړ، چې د غیر پلاني کورونو د رسمي کولو بهیر په هېڅ ډول نشي کولی، چې د ځمکو د غصب قضیو ته د حکومت د رسېدنې مخه ونیسي او هغه کسان، چې دولتي او عامه ځمکې یې غصب کړي؛ سره بېل او پېژندل شوي دي.
پیکار وویل د غیر رسمي ښاري سیمو د ښه والي د پالیسۍ په پلي کېدو سره به، د رسمي او غیررسمي سیمو ترمنځ تبعیض له منځه لاړشي او دغه سیمې به د اوسېدو په ډیرو ښو سیمو واوړي، د غیر رسمي ښاري سیمو اوسېدونکو ته به پر وخت معیاري خدمتونه وړاندې شي او په غیر رسمي ښاري سیمو کې به زموږ د هېوادوالو کورونه خوندي شي. دغه راز یوه غیر رسمي کور ته د ملکیت د سند په ورکولو سره به د دغه کور ارزښت درې چنده نور هم لوړ شي.
د نړیوال ښاري سمپوزیم په دوو وروستیو ورځو کې، د غیر رسمي ښاري سیمو د ښه کولو د پالیسۍ د بډاینې او وروستۍ کولو په اړه؛ له کورنیو او د جاپان، ترکیه، مالیزیا او کینیا هېوادونو له متخصصینو سره علمي بحثونه ترسره شول.
ګډونوالو د عمومي موضوعاتو، حکومتولۍ، د پروژو د مالي تمویل، د غیر رسمي ښاري سیمو په ښه کولو کې د خلکو ګډون، ځمکه او د مالکیت حق، پلان جوړونه او ډیزاین په برخه کې بحثونو کې د خپلو هېوادونو بریالۍ تجربې، وړاندیزونه او نظریات شریک کړي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د هېواد بېلابېلو وګړو ته د خپل مالي توان په پام کې نیولو سره د کورونو جوړولو ته ژمن دی.
دغه وزارت وایي د جامع او هراړخیزو پروګرامونو په طرح او پلي کولو سره هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د کولو غوره فرصتونه برابر کړي او رسمي او غیر رسمي سیمو ته د یو شان ښاري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.



t