د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د مخکيني قوماندان په ویاړ ولسي غونډه وشوه

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د مخکيني قوماندان په ویاړ ولسي غونډه وشوه

ننګرهار کې د ختيځ زون چارواکو او ولسي خلکو له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۱ سيلاب قل اردو مخکيني قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري د مخه ښې او ستاينې په موخه پراخه ولسي غونډه تر سره شوه.
دغه غونډه، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د اسد په لومړۍ تر سره شوه پر مهال يې د ننګرهار او لغمان واليانو، د ۲۰۱ سيلاب قل اردو مخکيني قوماندان ، د ننګرهار ولايت مرستيال ، د ننګرهار او لغمان ولايتي شورا رئیسانو او غړو، د ختيځو ولايتونو نظامي شورا غړو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې ژوندي ملتونه تل خپل ژوندي وياړونه او خدمتګاران ستايي او نننۍ غونډه د ۲۰۱ سيلاب قل اردو پياوړي او نوميالي قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري د ستاينې په پار جوړه شوې ده.
نوموړي وويل، چې محمد زمان وزيري دې هېواد ته لسګونه کلونه په نظامي برخه کې خدمت کړی او د خدمت وروستۍ سيمه يې ختيځ زون و، چې په په پوره مېړانې، اتلولۍ او ملي احساس يې خدمت وکړ او په دغه سيمه يې د امن او سکون فضاء حاکمه کړه.
هغه له جنرال وزيري مننه وکړه، چې په ننګرهار کې يې وسله وال مخالفين په ځانګړي ډول داعش وسله وال وځپل او شپه او ورځ يې د ده په مشرۍ نظامي شورا غږ اوریدلی.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل، چې ډګر جنرال محمد زمان وزیري په ختيځ زون کې په پوره سر لوړۍ او مېړانه دنده تر سره کړه او د ده د نطامي مديریت، قومي مشرتوب او همغږۍ ستاينه يې وکړه.
نوموړي همداراز د اړتيا پر مهال د قل اردو مخکيني قوماندان د چټګ غبرګون، ملاتړ او په ټوله کې د تر سره کړيو خدمتونو قدرداني وکړه.
هغه همدا د وضعيت ارزونه، تجهيز، اکمال، پر وخت اجرات او مناسب نظارت د نظامي برخې مهمې ستنې يادې کړې او پر لوړ پوړو مسئولينو يې غږ وکړ، چې يادو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
ملک فیض الله وويل، چې د د قل اردو مخکيني قوماندان په ايماندارۍ او صداقت د سپين غر، پامير او هندوکش غر خلک افتخار کوي.
نوموړي وويل، چې د ننګرهار ولسونه له ښاغلي وزيري څخه د ملي نواميسو ساتلو او په دې سيمه کې د امنيت په راوستو کې د نورو امنيتي ځواکونو سره د تر سره کړيو هڅو ستاینه او تل به يې په ښو الفاظو يادونه کوي.
د دغه مراسمو په پای کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ۲۰۱ سیلاب قل اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري ته د ايوارډ، ستاينلیک او تورې په ورکولو او لونګۍ تړلو سره د نوموړي د خدمتونو ستاينه او قدرداني وکړه.
همدا راز نوموړي ته د لغمان والي له لوري غالۍ، ننګرهار ولايتي شورا رئيس لخوا ستاينليک، ملي امنيت رئيس، عامه نظم لواء، سرحدي لواء، بشر حقونو رئيسې، ولسي ملاتړ پروګرام مسئولینو، د جلال اباد ښار اصنافو، خوږياڼو او بهسودو مشرانو، معلولینو او نورو له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې او د تر سره کړيو کړنو او خدمتونو قدرداني يې وکړه.




t