د درد اظهار / بصيرالحق عادل

د درد اظهار / بصيرالحق عادل

د ۱۳۹۸ لمريز کال د هلمند سيند مشاعرې لپاره د انانسرۍ بلنه راکول شوه. مشاعره ماذيګر وه، زه غرمه مهال خبر شوم چې د انانسر په توګه ټاکل شوی يم. ژر – ژر مې ځينې بيتونه راټول کړل او ځان مې چمتو کړ.

مشاعره د هلمند ولايت مېلمستون کې جوړه شوې وه. دريځ ډېر ښکلی ډيزاين شوی و. مېلمستون د هلمند د لوی سيند څنګ ته جوړ دی. د شپې مهال به کله کله د هلمند سيند بوی هم حس شو.

ما کوښښ وکړ چې مشاعرې ته يو څه شوخ بيتونه راټول کړم، ځکه زموږ خلک هنري ذوق نه لري او يا يې ذوقونه ټيټ دي. که دوی ته عالي شعر واوروې نو ستړي کېږي او مشاعره پرې غمېږي. همدغې اندېښنې ته په کتلو مې داسې بيتونه راغونډ کړل چې خلک يو څه ويښ او هوسا وساتي او مشاعره توده وي.

د هلمند سيند مشاعرې ته، د هېواد نوميالی ممثل ممنون مقصودي، نازکخيال شاعر شرر ساپی، ملي او ولسي شاعر شفيع الله بابرزی او پرهيز شګيوال هم راغوښتل شوي وو.

ما چې د مشاعرې لپاره کوم فکر کړی و، هغسې نه وه. سره له دې چې د سولې خبرې شروع دي او خلکو ته ډېرې هيلې پيدا شوي دي خو دريځ ته هر راتلونکي شاعر چې به د زړه درد اظهاروو؛ له جګړې به ستړی و او داسې خبرې به يې وکړې چې له اسوېلو پرته بل څه ورته نه جوړېده.

د قاري صيب هجرت الله؟ لخوا ترنم وشو. خو دا ترنم داسې وو لکه د يو چا چې مور مړه وي. زوی يې وژل شوی وي، کور يې لوټ شوی وي، په خالي ميدان ناست وي او ژاړي. دې ترنم ډېر خپه کړم. نزدې وه ژړلي مې وای.

کله چې نوميالی ممثل ممنون مقصودي ته بلنه ورکول شوه، هغه شلېدلی ګرېوان، مرغۍ ځاله لاس کې نيولې وه راغی. ځاله کې درې هګۍ هم پرتې وې.

نوموړي اسمان ته کتل او د سولې په ورکې مرغۍ پسې يې چېغې وهلې، کله به يې يوې خواته منډه کړه او ويل به يې هاغه ده، کله بلې خواته خو د سولې ورکه مرغۍ په لاس نه ورتله.

هغه د دريځ پر سر د حاجي پير محمد کاروان [چنار خبرې کوي] شعر د سلګيو او اوښکو په بدرګه په ډراماټيک ډول ولوسته. ډېرې چېغې يې وکړې. له سترګو يې په سپنه ږيره اوښکو ليکه جوړه کړه. زه انانسر وم، ډېر مې ځان ټينګ کړ، زړه مې راډک شو، غوښتل مې په چېغو چېغو وژاړم، خو بيا مې فکر وکړ چې خلک به مې څومره بې حوصلې وبولي، په خپل فکر مې زور راوړ او خيال مې بل طرف ته يووړ، د شعر له نړۍ مې خپل فکر وشلاوه، دې سره لږ سم شوم.

شاوخوا چې مې وکتل د ډېرو خلکو له سترګو اوښکې روانې وې. يوازې ممنون مقصودي نه وو چې خپل زړه يې تش کړ، دا د هر چا د ژوند او د هر کور کيسه وه.

ما ډېری مشاعرو او ادبي غونډو کې برخه اخيستې ده. خو د هلمند سيند سږنۍ مشاعره کې مې د هر شاعر له خولې د راوتلو لفظونو سره زړه درد کاوه. موږ څومره له جګړې ستړې يو. جګړې څومره دردونه راکړي دي او څو پورې به د سايل صيب دا بيتونه زمزمه کوو چې:

په خپل وطن کې جنګ را پر سر دی

هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم

پردی غوبل دی، پردی اشر دی

هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم

۱۳۹۸، د ثور دويمه




تبصره وکړئ

avatar
t