پر خدای پاک جل جلاله باور، له پنده ډکه کیسه

پر خدای پاک جل جلاله باور، له پنده ډکه کیسه

کبیر عادت درلود، سهار وختي به په خپل موټر کې دفتر ته تلو، ډیری وخت به د سهار اووه بجې د خپل کار په دفتر کې حاضر و.

نن هم په خپل ټاکلي وخت په موټر کې سپور شو، موټر یې سوېچ کړ، خو چالان نه شو، داسې ښکارېده، چې د موټر بطرۍ یې چارچ خلاص کړی وي، په داسې حال کې، چې څو ورځې مخکې یې نوې له بازاره رانیولې وه، دا پېښه یې له ځان سره په نیک پال ونیوله او له ځان سره یې وویل، کېدای شي په دې کار کې کوم حکمت نغښتی وي. په بېړه، له انګړه ووت، د سړک پر سر یې بې له ځنډه مخې ته ټکسې ودرېده، دی هم بې چون او چرا څخه په ټکسي کې سپور شو، د ټکسي چلوونکی خنده رویه او اخلاقي کس په نظر ورغی، سلام یې ورکړ، او پټه خوله په موټر کې کېناست، موټر چلونکي څوځله هڅه وکړه، څو خپله خبره په زړه کې وساتي، خو ونه توانېد، بلاخره یې کبیر ته له څنګه لږ ور وکتل، غواړې له خدای پاک سره د راز او نیاز کیسه مې درته وکړم؟ کبیر، چې د الهام بخشه کیسو مینوال و، له ځنډه پرته یې د هو ځواب ورکړ، ولې نه په مینه یې اورم.

ټکسي چلوونکي خپله غاړه تازه کړه، بښنه یې وغوښته، کیسه یې داسې پیل کړه:

له دې ټکسي مخکې څه نا څه دوه کاله وزګار وم، سختې شپې ورځې مې تېرې کړې. سپما کړې پیسې مې هم نورې خلاصې شوې او ان د خوراک او څښاک لپاره مې څه نه درلودل. کله کله به د شپې په نهاره وېده کېدم، له ژونده مې تمه شکېدلې وه ان دا چې یوه ورځ مې له ځانه سره د ځان وژنې پرېکړه وکړه تر څو خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم. د هغې ورځې په پای کې، چې لمر په لوېدو و، په سړک همداسې بې هدفه روان وم، ډول ډول چورتونو په مخه کړی وم، نا څاپه مې سترګې په یوه مروړل شوي کاغذ ولګېدې، فکر مې وکړ، چې کېدای شي کوم ارزښتناک کاغذ وي، له ځمکې مې را پورته کړ، په کوم ځانګړي شي مې سترګې ونه لګېدې، غوښتل مې بېرته یې ایسته خطا کړم، خو نا څاپه مې د متن وروستۍ جملې ته پام شو، چې په کې لیکل شوي و(( خدای پاک له موږ سره په تنګ وخت کې مرسسته کوونکی دی)) دا جمله مې څو ځله له ځان سره وویله، زړه مې لړزې واخیست، له ځان سره مې وویل، ایا خدای پاک له ما سره هم مرسته کوي؟

له ځان سره مې پرېکړه وکړه، چې له ځان وژنې مخکې د وروستي ځل لپاره د خپل زړه خبرو ته غوږ کېږدم او له خدای پاک سره راز او نیاز وکړم، کورته ولاړم، د کوټې په کونج کې یوازې کیناستم او له خدای پاک سره مې راز او نیاز پیل کړ. له دې مخکې مې هېڅ کله هم په دې ډول اخلاص او عاجزۍ له خدای پاک سره راز او نیاز نه و کړی، خپل زړه مې خدای پاک ته وسپاره او مرسته مې ترې وغوښته.

زارۍ او غوښتنې مې دومره له اخلاص ډکې وې، چې بې له ځنډه مې په خپل څنګ کې د خدای پاک حضور حس کړ.

 یقین مې وکړ، چې خدای پاک مې دعاګانې اورېدلې دي. بلې! ما له خپل خدای سره ملاقات کړی و، په وجود کې مې سپکوالی احساسا وو، وجود مې آرامۍ په مخه کړی و، یو نا څاپه مې په ټول وجود کې د خدای پاک مهرباني او لطف خور شو، څو لحظې وروسته په ضعف او خالي نس خوب وړی وم.

سهار وختي د دروازې د زنګ په کړنګېدو را ویښ شوم، دروازه مې، چې خلاصه کړه، په دروازه کې د کلي خیر خواه کس ولاړ و، راته یې وویل،(( له ګاونډیانو مې واورېدل، چې له ډېره وخته بېکاره یې، اقتصادي وضعیت دې خراب دی، ښه به نه وي، چې د ټکسي چلولو شرکت په هغه طرحه کې، چې غواړي خلکو ته په قرضه باندې ټکسي ورکړي نوم لیکنه وکړې، په لومړي سر کې لږې پیسې غواړي بیا وروسته کولای شي، چې په څو قستونو کې ورته خپل قرض ورکړې)) په وېښتو کې مې لاس را تېر کړ، او له درده خندا راغله، خوله مې را ټولوله، تر څو ورته و وایم، چې زه خو ان د لومړي قست پیسې هم نه لرم، را غبرګه یې کړه، لومړی قست به زه ورکړم، کله، دې چې په کار پیل وکړ کولای شې نور قستونه خپله ورکړې، خو په دوه شرطو(( لومړی دا چې خپل کار به په پوره صداقت سره کوې او ټنبلي به نه کوې)) بیا یې لږ وخندل(( او دویم دا، چې غوښتل مې چېرته ولاړ شم رسوې به مې، البته کرایه درکوم.))

نه پوهېدم، چې ویده یم او که ويښ، خو بلاخره د پنځو ورځو په اوږدو کې د ټکسي خاوند شوم، ورځ په ورځ مې پرمختګ کا وه، اوس ښه ژوند لرم، له خپله ژونده خوښ یم او د خدای پاک شکر باسم.

له هماغه ورځې تر اوسه په دې اند یم ، چې خدای پاک مې دعاګانې اورېدلې دي، ځکه هغه زموږ خدای او پر موږ مهربانه دی. په دې وخت کې کبیر هم د خپل دفتر مخې ته را ورسېد، په داسې حال کې، چې د ټکسي چلونکي په خبرو کې ډوب و، د خپل دفتر پر دروازه ور ننوت.

ګرانو لوستونکو!

راځئ په پوره یقین سره په خدای پاک باور وکړو، دغه باور، په سختو ورځو کې موږ ته د زړه سکون راکوي.

مولولي عبدالولي رازقي




t