مهم بحث او څو ژورو پوښتنو ته ځوابونه

مهم بحث او څو ژورو پوښتنو ته ځوابونه

یما سیرت

ښاغلي خیبر لاندي پوښتني مطرح کړي وې، زما لنډکي ځوابونه او د خسرو ګلسرخي ځوابونه ورته په لاندي ډول دي:

خیبر: اول خو فلسفه د طبیعی پیښو سره اصلا کار نلری. داسی یو طبیعی پدیده په ګوته کړی چی مدرنی او معاصری فلسفی تر بحث لاندی نیولی وی؟ دویم قدم کی په طبعیت کی داسی پدیده را وښایی چی په دیالکتیکی روش فهم او تبیین شی؟ دریم په کوم اساس او د کوم تعریف دمخی دیالکتیک او میتافزیک د یو بل تقابل کی راولی، پداسی حال کی چی دیالکتیک خپله یو میتافیزکی روش او تیوری ده. څلورم دا چی د ځان وژنی میزان یوه ټولنیزه پدیده، نو ستاسو د مدعا مطابق یاده پدیده څنګه په دیالکیتکی میتود تبیین او فهم کولی شو؟

یما سیرت:

د اول سوال ځواب مو: اول خو کله چي د موډرني فلسفې خبره کوې، باید دا وضاحت هم ورکړې چي «موډرن ایډیالیزم» که «موډرن ماټریالیزم؟» د فلسفي بحث پر مهال باید خپل مخاطب په نظر کي ولرې چي هغه د کوم مکتب لاروی دئ؟ موږ سراسر په طبیعت کي ژوند کوو، انسان او ذهن یې دواړه د طبیعت محصول دي، که نه دي، نو تاسي چي ناروغه سئ، مهرباني وکړئ د درملو خوړلو پر ځای د تاویذ کولو او دم و چوف کولو په ډول یو غیر فزیکي او غیر عیني حل مو ناروغۍ ته پیدا کړئ. شعور چي د انتخاب کولو قوه ده او د انسان د مغزي تعاملاتو او انعکاسونو محصول دئ؛ د هغو انعکاسونو محصول ځای د انسان مغزي رشتې دي. مغز هم د هغو عناصرو جوړ دئ چي د طبیعي جدول په ۱۱۸ عناصرو کي سته. ټولنیز مناسبات هم د طبیعت سره د انسانانو د مبارزې پر بنسټونو ولاړ دي. انسان چي څومره په طبیعي ډول ټولنیز کېږي، هغومره یې پر طبیعت او د هغه پر قوانینو باندي برلاسی او د هغه محصول «هوساینه» زیاتېږي. دلته فلسفه هم د همدغه محور یوه محصول ده. فلسفه ذاتاً خپله د طبیعت محصول ده، ځکه که طبیعت نه وای، انسان به نه وای او که انسان نه وای، فلسفه به چیري وای؟ پر دې اساس د فلسفي اساسي کار د طبیعت د کُلي قانونمندیو پېژندنه ده. فلسفه په یوه حساب د طبیعت محصول ده، د طبیعت د پېژندلو او معرفت او په طبیعت کي د سته عمومي قانونمدیو په اړه، خو په مختلفو اسلوبونو. زه تاسي ته یوه طبیعي پدیده نه در ښیم چي موډرني فلسفې تر بحث لاندي نه وي نیولی، بلکې دا درته وایم چي د فلسفې ټوله کار و روزګار په طبیعت کي دئ.

د دوهم سوال ځواب: تاسي بیا ماته داسي طبیعي پدیده راوښیاست چي په هغه کي دي د ډیالکتیک قانون عمل نه کوي؟ په هره پدیده کي د ډیالکټیک څلور سره عمومي قوانین عمل کوي. کمیتونه په کیفیتونو په دومداره ډول بدلېږي، نوي د زړو څخه را منځته کېږي او زاړه له منځه ځي، خو ایډیالیسټي فلسفه ددې کار د ترسره کولو څخه عاجزه ده او ایډیالیسټان فکر کوي چي ماټریالیزم به هم عاجزه وي.

د دریم سوال ځواب: ساده خبره ده. دلته بیا درته توصیه کوم چي مخاطب لوری په نظر کي نیسه! دا سوال باید تاسي ایډیالیسټان په خپل منځ کي سره مطرح کړی. د سوال طرز هم غلط دئ. ملګري ګلسرخي د اسلوب بحث کړی، د ډیالکټیک او میتافزیک نه. البته ډیالکټیک او میتافزیک بیا په خپل ذات کي بېخي دوې جلا پدیدي دي، تاسي یې په کوم منطق سره یو کوئ؟ البته په دې کي زه درسره موافق یم چي ایډیالیسټي ډيالکټیک خپله یو میتافزیکي اسلوب دئ، خو ماټریالیسټي ډیالکټیک د میتافزیک د روش څخه مبراء دئ. تاسي هر شی په ایډیالیزم کي مه ګډوله کوئ. ښکاري چي اصلا د پدیدو د پېژندني د طرز سره هم آشنا نه یاست. ملامت هم نه یاست، ځکه د میتافزیک او هایدګره به څوک څشي زده کړي؟

د څلورم سوال ځواب: د ځان وژني خبره مو کړې ده. ځان وژنه ځان ته په عیني نړۍ کي یو لړ عوامل حتماُ لري. که تاسي ځان وژنه په میتافزیکي اسلوب باندي را باسئ، یو مخ یې رواني او روحي حالت څېړئ او روحي او رواني کشمکشونه یې مطلق عامل بولئ یا چي لږ نور مرتجع وي، وايي پېریان یې درلوده، خو که یې په ماتریالیسټي ډیالکټیک باندي تحلیلوئ، تاسي وایاست چي دده رواني مشکلاتو عامل حتماُ یو لړ مادي مشکلات وه، هغه د ځانه بېګانه وو، د روزني سم شرایط او د ستونزو سره د مبارزې روحیه یې نه درلوده، یا یې روحیه پیاوړې نه وه، یا په ټولنه کي حاکمي د ځان پالني فرهنګ چي سرمایه دارۍ د تولید په ډول پوري اړه لري، دغسي فضاء را منځته کړې وه او دی د دغسي فضاء قرباني سو.

خسرو ګلسرخي:

له یاده مه باسئ چې فلسفه د طبعیت او ټولنې اړوند عمومي قانونمندیو څخه بحث کوي او د هغو د بدلون لارې چارې وړاندي کوي. او همدارنګه فلسفه د علومو په مرسته او تکامل سره لا هم ځان غني کوي.
دا چې تاسو د طبعي پېښو اړوند د فلسفې رول ردوئ تر یوې اندازې ملامت هم نه یاست ځکه چې ستاسو ذهني سرچینه میتافزیکي«ماوراء طبعیی» او له مسایلو سر مو چلند د میتافزیکي اسلوبو په بنسټ ده. په داسی حال کې چې میتافزیکي اسلوب هم د دیالکتیکي اسلوبو په څېر له ګڼو پدیدو سره سر او کار لري . هم له طبعیی او هم له ټولنیزو…له دېنه مالومېږي چې لا هم تاسو میتافزیک سم نه دی هضم کړئ….
تاسو د دې مدعي یاست چې ګویا فلسفه د طبعیی پدیدو سره سر او کار نلري په اصل کې خپل ځان، بشر، د بشریت خپل منځي مناسبات د بشریت او طبعیت تر منځ شته مناسبات په پټو سترګو نفي کړی. بل دا چې د فلسفې یو له اساسي مسایلو څخه هم چې یا خو نه پرې يوهېږې او یا هم د خپلې ذهني ګرایي له امله هغه نشې هضمولی « د انسان د سرشت او سرنوشت مسله» ده – مهرباني وکړئ داسي یو فلسفي مکتب را په ګوته کړئ چې له دې مسلې څخه لکه څنګه تاسو ترې انکار کوئ، مخ ګرځولی وي، آیا د انسان د سرشت«ماهیت» او سرنوشت مسله طبعي او ټولنیز اړخ نلري؟؟؟
دلته غواړم چې ستاسو د سر خلاصې په موخه د هګل نومي لوی ایدیالیست«میتافیزیسین» فلسفي سیسټم اړوند لنډ معلومات درسره شریک کړم او روښانه کړو چې نه یوازي ماټریالیسټان بلکه ایډیالیسټان هم له طبعیي پدیدو سره فلسفي چلند کوي، چې د دواړو لورو لخوا د پديدو سره «که هغه طبعیی دي اوکه ټولنیزي» چلند د دوی تر منځ د موجوده کشمکش اساسي مرکزیت تشکیلوي.ځکه چې ماټریالیستان له یادو مسایلو سره د دیالکتیکي اسلوبو او ایدیالیستانو له مسایلو سره د میتافزیکي اسلوبو په اساس برخورد کوي.
د هګل فلسفي سیستم د دریو برخو لرونکی دی:
۱:- منطق
۲:- د طبعیت فلسفه
۳:- د روح فلسفه « ذهني روح، عیني روح او مطلق روح»
پورته یادی شوي درې واړه برخي د هګل فلسفي سیستم سه پایه تشکیلوي . هګل معتقد دی او وایي چې مطلقه روح د موجوده جهان غایي بنیاد دی. د دې تر څنګ هګل د جهان فلسفي تاریخ اړوند پراخ مضمون لیکلې…اوس نو تاسو په کوم بنیاد دا خبره کوئ چې ګویا فلسفه له طبعیي پدیدو سره سر او کار نلري؟ او له بل لورې بې مورده استیناد کوئ چې ګویا وروسته له ګالیله څخه د فلسفې او علومو تر منڅ داسي بېلوالې راغې چې نور نو د دوی تر منځ اړیکې ساتل د فلسفې تر سوال لاندي راوستل دي…آیا ګالیله له هګل نه وړاندي ژوند نه کاوه؟
ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده چې د فلسفې او علومو ترمنځ ارګانیک تړواو شتون لري ځکه چې فلسفه د جهان او ټولنې اړوند نوې مسایل او پوښتني وړاندي کوي چې علوم ورته پخپل وخت او مکان سره ورته ځواب وایي…. په کل کې ویلای شو چې فلسفه د علومو لپاره د میتودولوژۍ حیثیت لري.
په همدې څېر د فیلسوفانو یو له ګډو مسلو څخه چې ډېره پخوانۍ ریښه لري د «نفس او جسم» تر منځ اړیکه چې وروسته یې د شعور او هستي بڼه خپله کړه ده او لا هم په همدې مسله یو د بله سره په کشمکش کې دي…
آیا جسم د طبعي عناصرو څخه متشکل نه دی؟ آیا شعور په انساني مغزو کې د شاوخوا طبعیی او ټولنیز چارچاپېر شته پدیدو، شیونو او سلسلو انعکاس نه دی؟
آیا د اتوم کشف او بیا په ګڼو زراتو د هغه تجزیه د فلسفي مکتبونو تر منځ شته تضادونه لا هم تشدید نه کړل؟ آیا طبعیت د عناصرو څخه متشکل نه دی؟ آیا اتوم یو وخت د فلسفې له اساسي مسلو څخه یوه نه وه؟
آیا د ارسطو او افلاطون تر منځ اختلافات د جُز او کُل به سر نه ول؟ جُز او کُل چېرته صدق کوي؟ واضح ده چې هم په طبعیی او هم په ټولنیزو پدیدو کې! نو بیا ولی تاسو د دې مدعي یاست چې فلسفه د طبعیي پدیدو سره اړخ نه لګوي؟
آیا پوزیتیویزم- نیوپوزیتیویزم، پراګماتیزم، نومیزم-نیونومیزم او اګزیستنسیالیزم نومې فلسفي مکتبونه چې هم له طبعي او هم له ټولنیزو مسایلو سره سر او کار لري- فلسفي مکتبونه نه دي؟؟؟
په پای کې ستاسو د لا ښه پوهاوې پخاطر یادونه کوم چې« د یوې ځانګړې موضوع د پېژندې په موخه د چلند، څېړني او انساني پراتیک شېوې ته اسلوب ویل کېږي.» یا هم « د تیوریکي او پراتیکي تحقیق په موخه د ګڼو موازینو، لارو چارو او روشونو مجموعې ته اسلوب ویل کېږي.»
په فلسفه کې دوه ډوله اساسي اسلوبه شتون لري…۱: دیالکتیکي اسلوب ۲: میتافزیکي اسلوب
۱:- هغه چې جهاني پدیدې یو بل سره په اړیکه کې ګڼي، جهان او پدیدې یې د بدلون او ودي په حال کې ګڼي او همدارنګه موجوده کاینات، بشریت او شته اړیکي د پېژندنې او تغیر وړ ګڼي د دیالیکتیکي اسلوبو په نامه یادېږي…
۲:- هغه چې جهان د بېلو بېلو منجمدو شیونو او پدیدو ټولګه چې له یو بل سره هیڅ اړیکه نه لري، ګڼي، یو په بل هیڅ اغېز نلري، د رکود او سکون په حال کې دي یا هم د هغوی بدلونونه تکراري ګڼي د میتافزیکي اسلوبو په نامه یادېږي…
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خسرو ګلسرخي


معلوماتي، پوښتنو ته د سیرت ځوابونه
t