څلورو افغان معلولیت لرونکو لوبغاړو د برونزو مډال وګاټه

څلورو افغان معلولیت لرونکو لوبغاړو د برونزو مډال وګاټه

څلورو افغان معلولیت لرونکو ورزشکارانو په اردن هیواد کې د پاراتکواندو سیالیو کې تر ګډون وروسته د برنزو له مډالونو سره افغانستان ته راستانه شول.

دا لوبې د جولای له ۱۷مې تر ۱۹ نیټې ترسره شوې چې د افغانستان ترڅنګ د نړۍ ۳۴ هیوادونو معلولیت لرونکو لوبغاړو په کې ګډون درلود.

د افغانستان له اړخه په کې احمد زبیر حیدری، سجاد همراز، عبدالمتین هوتک او میرمن ذکیه خداداد هغه کسان ول چې ګډون یې درلود او بریالي راستانه شول.

عبدالمتین د لوبې په لومړۍ ورځ د خپلو دریو غړو په استازولۍ د سیالۍ میدان ته ښکته شو چې په بریالیتوب سره یې لوبه وګټله او د بروزنو مډال یې خپل کړ.

دا لوبغاړي چې د دوشنبې په ورځ هیواد ته راستانه شول، تود هرکلی یې وشو.

 

 



خبرونه، ورزش، افغانستان لوبې
t