ټرمپ خپل اشتباهي ټويټ پاک کړ

ټرمپ خپل اشتباهي ټويټ پاک کړ

پرون يکشنبه، د آپريل پر۲۱مه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سريلانکا خلکو ته په يوه تسليتي ټويت کي ددې هيواد وروستيو چاودنو کي د وژل سوي کسانو شمېر ۱۳۸ ميليونه تنه ذکر کړ، حال دا چي د سريلانکا ټول نفوس ۲۱.۴۴ ميليونه تنه دی.

ټرمپ تر پورتني ټويټ پاکولو لږ شېبه وروسته، بياځلي پر خپله ټويټرپاڼه وليکل: «سريلانکا کي پر کليساوو او هوټلونو ترهګريز بريدونه د زغملو وړ نه دي او ډېري سختي حملې وې، چي پکي ۱۳۸ تنه ووژل سول او ۶۰۰ نور ټپيان سول، موږ د مرستي لپاره آماده يوو.»

تېره شنبه د آپريل پر ۲۰مه، سريلانکا کي د مذهبي مراسمو پرمهال څو چاودني وسوې، چي پکي ۱۳۸ تنه ووژل سول او ۶۰۰ نور ټپيان سول، خو وروسته تر دې د وژل شويو شمېر ۲۹۰ تنو ته ورسېد.

تراوسه ددغو چاودنو مسووليت کومي ډلي نه دی منلی.



امريکا سريلانکا سيمه او نړۍ چاودني

تبصره وکړئ

avatar
t