د فوټبال ۱۶کلنه ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

د فوټبال ۱۶کلنه ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه ملي لوبډله تاجکستان ته د لوبو د ترسره کولو په موخه ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په تاجکستان کې د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون کوي.

د مرکزي اسیا سیالي دویم پړاو سبا جمعه پیلیږي چې د اګسټ تر لمړۍ نیټې به دوام وکړي.

یادې سیالۍ د تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کې ترسره کیږي.

د افغانستان لوبې

د افغانستان ۱۶ کلنه ملي لوبډله په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د جولای په ۲۶تمه د ترکمنستان په وړاندي، دویمه په ۲۷تمه د قرغزستان، دریمه لوبه په ۲۹مه د ایران، څلورمه په ۳۰مه د ازبکستان او پنځمه لوبه بیا د راتلونکې اګسټ میاشتي په لومړۍ نېټه د تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.

 



افغانستان، فوټبال
t