مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت: انټرنټي بيو کې کموالی راغلی

مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت: انټرنټي بيو کې کموالی راغلی

د افغانستان مالوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير يوې خبري غونډې ته ويلي دي، انټرنټي بيو کې پام وړ کموالی راغلی دی.

فهيم هاشمي ويلي دي، له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېدل چې انټرنټي بيې کنټرول کړي.

هغه وايي:

«هغه انټرنټ چې تاسې په کورونو او دفترونو کې په ۹۶ ډالرو باندې کاراوه له دې وروسته تاسې کولای شئ چې په ۶۰ ډالرو یې وکاروئ.»

نوموړي وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ کار روان دی چې په دې سره به د انټرنټي خدماتو کیفیت لاښه او بیې یې نورې هم راټیټې شي.



t