د مختلفو وزارتونو استازو د غزني د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل

د مختلفو وزارتونو استازو د غزني د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل

تيره ورځ له مرکز کابل څخه د چارو د اداري د ولايتي چارو د رئيس، د لوړو ﺯده کړو، پوهني، اطلاعات او فرهنګ، ترانسپورت، ټولګټو چارو، سوداګرۍ او صنعت، ښار جوړونۍ او اراضۍ او کورنيو جارو وﺯارتونو د مرستيال وﺯيرانو په ګډون راغلي پلاوي په يوه لويه غونډه کې د ولسمشر د کړيو ژمنو د عملي کيدو، دوه مياشتي مخکي د غزني ولايت د هر اړخيز وضعيت د ارﺯوني ورکشاپ کې د ولسونو د وړاندیزونو په برخه کې د شویو اقداماتو په اړه ولسونو ته معلومات ورکړل او ترڅنګ یې د ولسونو سوالونو ته هم ځوابونه وویل.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي جوړي شوي غونډي ته خپله وینا کې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه.
د غزني والي دغه راز وویل چې د ولسمشر له ژمني او هدایت سره سم په لومړي اقدام کې د غزني په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د دښمن پر پټنځایونو، مرکزونو او ډلو قوي هوایې، کومانډویې او ځمکني عملیاتونه ترسره شول چې پکي سلګونه طالبان، د هغوی لسګونه مرکزونه، ګڼ شمیر موټر بمونه او حتا په کاریزونو کې یې جوړ شوي سمڅي له منځه یوړل شول چې اوس هم دغه راز عملیاتو او تدابیر شتون لري او هر ځای کې چې دښمن تحرک وکړي ځپل کیږي.
د هغه په وینا د مرکز لپاره یو معیاري امنیتي کمر بند ایجاد ۲۷ پوستي او ۵ بیزونه پکي ځای پر ځای شوي دي، د پولیسو دري امنیتي حوزي له تشکیلاتو او امکاناتو سره منظور شوي چې عملا یې پرسونل جذب او د پښتون آباد، نو آباد او روضي په خواکې ځای پر ځای دي چې د اصلي ودانیو له رغولو سره به بیا اصلي ځایونو ته انتقال شي، غزني ته د ملي امنیت او کومانډو دوه قطعي را انتقال او عملا د اسلامي ثقافت او پي آر ټي کې ځای پر ځای دي، د ملي اردو د تشو تشکیلاتو د ډکولو لپاره نیږدي دوه کنډک سرتیري غزني ته له مرکز کابل، د ۲۰۳ تندر قول اردو له قومندانۍ او خوست څخه را انتقال او په اړینو ځایونو کې ځای پر ځای شول.
والي کلیمزي زیاته کړه چې له ژمني سره سم دوه ولسوالۍ ده یک او خواجه عمري له دښمن څخه بیرته تصفیه او ونیول شوي او د یادو ولسوالیو اړوندو کې د امنیتي بیزونو او پوستو د جوړولو چاري رواني دي چې همدا دوه ورځي مخکي د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند د سای آزاد او چهار برجه بیزونه تکمیل شول، د کابل ـ کندهار د لویې لاري په اوږدو کې د امنیتي بیزونو پر ایجاد کار روان دی او له پلان سره سم به د قیاق دري، غزني ـ پکتیکا، قره باغ ـ جاغوري او نورو لارو او ولسوالیو د امنیت لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
کلیمزي وویل چې د بیا رغوني په برخه کې د ولسمشر له ژمني سره سم همدا شیبه د الجهاد جومات، سل بستره روغتون، په څلورم پلان کې د یوي فاتحه خاني د سالون چاري رواني دي، د سلطان بند سروي او دیزاین شوی د لومړۍ رغوني او ترمیماتو لپاره یې ۱۰۰ زره دالره منظور شوي چې د کال په وروستي فصل کې به یې د اوبو په کمیدو سره د رغولو چاري ترسره شي او د یاد بند د ظرفیت لوړولو لپاره هم سروي، دیزاین او پروژه سازي شوي چې یواځي د بودجي منظورۍ ته انتظار باسي، د سردي او زنخان بندونو په ګډون د ۱۰ نورو متوسطو بندونو سروی هم شوي چې د پروژي او بودجه سازۍ په حال کې دي.
هغه وویل: ((همدا اوس د پوهني، روغتیا، کرني او نورو عامه برخو کې پر لسګونه رغنیزو پروژه د مرکز او ولسوالیو په اړوندو کې عملا کار روان دی.
د ولسمشر له ژمني سره سم د خینو ادارو په تشکیلاتو کې لازم تغیرات راغلي بستونو یې ارتقا کړي او په بستونو کې یې زیاتوالی راغلی دی چې امید لرو دغه چاره به په تولو ادارو کې پلی شي.دغه راز د برښنا د شبکي د پراختیا لپاره هم له ژمني سره سم ۸۰ ملیونه افغانۍ بودجه د سږکال لپاره منظور شوي چې عملا یې چاري یوه اونۍ مخکي د مهاجرینو له ښارګوټي پیل شوي.
د غزني والي ټینګار وکړ چې د ولسمشر اکثریت ژمني یا عملي شوي او یا هم د عملي کیدو په حال کې دي، خو ځیني مغرضي کړۍ په داسي حال کې د حکومت په تیره بیا د ولسمشر د ژمنو پر عملي کیدو سترګي پټوي چې چاري یې عملا ولس ویني.
د چارو د اداري د ولایتي چارو رئیس روح الله احمدزي هم غونډي ته وینا کې وویل چې حکومت غواړي غزنی له مرکزي ولایاتو او د هیوا له جنوب او مرکز سره وصل پر مرکز بدل کړي.
د هغه په خبره د غزني ولسونو سره د ولسمشر ډیری ژمني عملي شوي او اونۍ مخکي بیا هم د دي ولایت په تړاو د کابیني ځانګړي ناسته ترسره شوه، هغه له ولسونو څخه حکومت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د راغلو وزارتونو مرستیال وزیرانو ناستي ته د خپلو وزارتونو د ترسره شویو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.



t