خوست: ښوونکو ته د نومرو وېش پیل شو

خوست: ښوونکو ته د نومرو وېش پیل شو

په خوست کې له ۱۲ کالونو وروسته د متون د ورغه کلي د ښوونکو د ښارګوټي د تطبیق او ښوونکو ته د نمرو د توزیع چارې پیل شوې.
د پوهنې رییس نصیر احمد روښان د ښه راغلاست په وینا کې وویل( دا هغه پروژه ده، چې ۱۲ کاله وړاندې ډیزاین شوي خو خوشبختانه د خوست والي په هلو ځلو نن تطبیق کیږي.)
هغه وویل: ( د ولایت ادارې مشرتابه په تېرو میاشتو کې په پرلاپسې توګه له ښوونکو سره ناستې کړي، چې له امله یې نن دا پروژه په قانوني توګه تطبیق کیږي او ښونکو ته به نمرې توزیع شي.)
ورپسې خوست ښاروال انجینیر عبدالبصیر محمدزي په خپلو خبرو کې وویل (والي صیب څخه مننه، چې د هېواد د باچیانو د روزونکو ښارګوټي ستونزه یې یو طرفه او د ځانګړې پاملرنې له امله نن توزیع کیږي.)
همداشان د ښوونکو په استازیتوب ښاغلي لعل سعیدي په خپلو خبرو کې وویل : ( نن ښوونکي خوښي څرګندوي، چې د خوست والي په هڅو له ۱۲ کالونو وروسته ورته حق ورکول کیږي او دوی ته نمرې توزیع کیږي.)
د ولایتي شورا په استازیتوب قمرعلي لګڼوال وویل: (دا په یقین سره وایم، چې ددې پروژې د تطبیق لپاره د ولایتي ادارې مشرتابه کلک هوډ درلود او موږ له ولایتي ادارې سره په ټولو چارو کې همغږي یوو او ملاتړ یې کوو.)
په دې مراسمو کې خوست والي محمد حلیم فدايي وویل 🙁 کور د انسان لومړنی ښوونځی، د ماشوم د روزنې لومړنی روزنتون، د انسان لپاره د تسکین او رحت ځای دی، چې د کور د غړو او مشر تر منځ یوه رښتیني اړیکه جوړوي).
هغه وویل : ( موږ کله ناکله ښه شعارونه منفي تغبیر کوو او کله، کله منفي شعارونه مثبت تعبیر کوو، چې دا د جګړو، زموږ د فقر او بې سیوادۍ پایله ده).
هغه ښوونکو ته په خطاب کې وویل : ( یوازې د خلکو په شعار مه غلطیږئ بلکې ، عمل ته هم وګورئ)
والي زیاته کړه : د افغانستان ټول خلک سوله غواړي، په دې اړه اجماع جوړه ده، موږ له دې ډاریږو، چې د سولې د مقدس شعار تر شاه کومه بله اجنډا نه وي پرته.
والي وویل : (ښوونکي باید داسې افراد وروزي، چې هغه د وطن په مینه مست وي، د وطن د سرحدونو ساتونکي شي او وطن ته د مور په حیث وګوري، ځکه هم یې زیږولی یې او هم به دې په خپله غیږه کې نیسي.)
(موږ ته داسې ښوونځی، مدرسه او حجره په کار ده، چې هغه ووايي د افغانستان ګټې ماته سره کرښه دي، داسې زده کونکی وروزو، چې د افغانستان لپاره رضاکار سرباز وي او په هر لباس کې د خاورې لپاره سربازي وکړي).
د ولایت والي په خپلو خبرو کې د لویو زیربنايي پروژو په وړاندې ټولنیزو ستونزو ته په اشارې وویل: ( زه د تفاهم ژبه لرم او د معاملې ژبه نه لرم.)
هغه وویل چې د ښارګوټو په وړاندې یو چلینج دا دی، چې په قوم او ادارو کې ځینې داسې اشخاص شته چې د تفاهم او قانون پر ځای د معملې په ژبه خبرې کوي او له همدې امله ستونزې پیدا شوي.
د ولایت والي وویل ترڅو چې د ولس د خادم په توګه دنده مخکې وړي، هیڅ ښوونکی به له نمرو پاتې نه شي او هیڅ ښوونځی به له ودانۍ پاتې نه شي.
(نه غواړو داسې پروژې ډیزاین کړو، چې ښوونکی تقاعد وي او ښارګوټی په خپل ځای پاتې وي، هر ښوونکي ته باید کور ورکړل شي.)
هغه وویل چې ښوونکو سره ناستو ته یې وخت ورکړی او نور ښارګوټي چې ستونزې لري، په هوارولو کې به یې ادارو ته جدي لارښونه وکړي.
هغه وویل چې راتلونکو اوونیو کې به یو شمېر مهمې پروژې پلي شي او همداشان به له سب سټیشن څخه له ښار سره برېښنا وصل کړي:( زموږ هدف دادی، چې کورنه په برېښنا او علم رڼا کړو.)
هغه وویل چې د ډلو ټپلو په نوم یو بل مه تخریب کوئ، بلکې د یو بل ملاتړ وکړئ او د هېواد د ابادۍ لپاره سره یو موټی شئ، خلک دې سیاست کوي موږ به خدمت کوو.
هغه په پای کې له ولایتي کمیسیون، تخنیکي ټیم، ولایتي شورا، ښوونکو، علماکرامو او د ټولنې له نور قشرونو مننه وکړه، چې د ښوونکو د نمرو او همداشان د بیارغونې په برخه کې یې د ولایتي ادارې سره همکاري کړي.
ورپسې ددې لپاره چې د ښارګوټي په توزیع کې شفافیت رامنځ ته شوی وي په عام محضر کې د ۲۲۳ د مرکز، قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ ښوونکو د نمرو د توزیع لپاره پچه اچونه تر سره شوه، چې دا مراسم د اټڼونو او ملي سندرو په ویلو سره بدرګه کیدل.




t