خپلسري کړنې اوفعالیتونه؛ دسولې په پروسې کې خڼدونه رامنځته کوي!

خپلسري کړنې اوفعالیتونه؛ دسولې په پروسې کې خڼدونه رامنځته کوي!

هېوادوال له ډېرو کلونو را په دېخوا په دې لټه کې دي، چې ځان او راتلونکو نسلونو ته څنګه آرام او هوسا ژوند ورپه برخه کړي؟ خو دغه آرمان اوهیلو ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار په حکومتي چاروکې د زورواکو، غاصبینو او د زورواکۍ له لارې دڅوکۍ غوښتونکو کسانو مخنیوی او سولې ته دخلکو بلنه دملي جرګو او مرکو له لارې کېدلای شي، چې نور افغانان د یو ډاډمن هېواد درلودونکي شي .
د ملي یوالي حکومت یوازینۍ غوښتنه له وسلوالوډلو نه همداده، چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او له خپلې کورنۍ سره یوځای شپې او ورځې تېرې کړي، څو دټولو افغانانوهیلې پوره شي، چې هغه په ګران هېواد کې د ډاډمن امنیت راوستل دي او افغانان وکولای شي، خپل هېواد دپرمختګ په لوري روان کړي .
دسولې په راوستو کې دحکومت هڅې ولسونو ته دستایلو وړ دي، خو ددې ترڅنګ ولسونو ته هم لازمه ده، چې نه یوازې په خبرو او ویناو دسولې غږونه اوچت کړي، بلکې دخپلو هڅو تر توان پورې وکولای شي، چې د دولت ناراضه وروڼه په عملي ډول دمصلحتونو له لارې دسولې پروسې ته را مات کړي .
که چیرته دزورواکيو له لارې دقدرت غوښتنې موضوع په همدې ډول روانه وي، نو دا به د تلپاتې عقدوي لانجو کړکېچونه به ورځې تربلې په خلکو کې پاتې وي، چې هېڅکله به افغانان د هوسا ژوند خاوندان ونه اوسي او تل به په ویره او وحشت کې د ژوند چارې پرمخ وړي .
خو غوره داده، چې مخکينۍ دښمنۍ ته دپای ټکی اېښودل، ټول ناراضه هېوادوال او دنورو نظامونو ډلي ټپلې سره په یو ټغر راټولیدل دا به د دوی په یووالي څرګندويي وکړي او څرګنده به شي، چې موږ د دې هېواد وګړي د خپلې خاورې سره نور دخیانت پرځای غواړو، چې کار وکړو، په دې سره به دهېواد دتاریخي دښمنانو دلاسوهنو لاسونه به لنډ شي، چې نور زموږ دخاورې سره جفا ترسره نه کړي .
دلته پوښتنې راولاړېږي، چې دا ډیره موده کېږي، چې افغانان تل دسولې نارې وهي، خو د سولې څرک نه لږېږي او دسولې لپاره ولس، دولت ، مدني ټولنې، دیني عالمان ، مېرمنې او رسنۍ همدا یوه خبره کوي، چې موږسوله غواړ! او دسولې ملي پروسې لپاره يې له هرو ممکنو لارو ګټه پورته کړه، چې وسلوالې ډلې وکولای شي، د سولې ملي پروسې ته غاړه کېږدي، خو بیا هم دوسلوالو له لوري دهغوی خبرو ته منفي ځوابونه ورکړل او ورکړي يې دي .
خو که په رښتیا افغان ولس وغواړي، چې سوله راشي، نو وسلوالې ډلې چې دافغانستان د خاورې بچیان دي، دهرې کورنۍ پلار، مور، او مشران دې د ملي کمپاین په ترسره کولو خپل بچي، وروڼه او خپلوان دې له وسلوالو ډلو نه را وګرځوي، ورته دې وویل شي، چې ولې دخپلې خاورې او وروڼو په وړاندې جنګېږئ، ترکله به بهرني او ګاونډي هېوادونه زموږ ترمنځ بېلتون رامنځته کوي، چې یو بل ته يې د سر دښمن ګرځولي یو.
نو که ددې موضوع اصلي ژورې ته ځیر شو، نو ډير ژر به ددې شاهدان واوسو، چې موږ به یو ډاډمن افغانستان ولرو، خو دې پروسې ته چې د زړه له اخلاص او تله کار کول جرأت او زړورتیا غواړي، چې باید هرو مرو دغه کار ترسره شي.
ددې لپاره د دولت په خپلمنځي اختلافاتو او د زور له لارې د قدرت غوښتنې موضوع ته دې هم دپای ټکی ورکړي، چې یو ستر لامل يې دادی، چې دخلکو بې باوري په دولت زیاته شوې هغه داچې د دولت په چوکاټ کې د زورواکو، غاصبینو، قاتلینو او دلوړو څوکیودقدرت دغوښتونکو کسانو تبلیغات او ګونګوسې دخلکو په اذهانو منفي اغیزې کړي او حکومت يې دخلکو ترنظره کمزوری معرفي کړی، خو د ولسمشر دښې رویې او ښه سلوک له مخې نباید یاد کسان ناوړه ګټه پورته کړي، بلکې دملي ګټو لپاره دوی هم خپل ملي احساس د وطنپالنې په وړاندې ولري او حکومت دې دهمدغو کسانو په وړاندې دقانون له مخې غبرګون وښايي او دعدالت مېز ته دې راکش کړي، څو دحق او عدالت دتلې پله برابره شي .
خو که همداسې په حکومتي چارو کې دغه ستونزې لاپسې اوږدې شي، د هېواد اوسنی وضعیت به په همدې ډول روان وي او زورواکي به خپلسرې کړنو ته نور هم کش ورکړي او ريښې به يې تر ټولو ادارو وغځېږي، چې بیا به ولس دتېرو وختونو شاهدان واوسي، چې افغان ولس خدای مه کړه یو ځل بیا د اور په لمبوکې وسوزي او په دربدرۍ کې به شپې او ورځې سبا کوي .
لازمه ده،چې دغو لوبو ته حکومتي مشران تر خپله توانه زیاته پاملرنه وکړي، چې په حکومتي چارو کې شته زورواکې، غاصبین او نورې کړۍ له حکومتي چارو لرې؛ عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپاري، څو نورو ته دعبرت درس شي، چې بیا ونه غواړي خپلسري فعالیتونه او کړنې ترسره کړي او په دې سره به د سولې پروسې لپاره لارې پرانیزي او مخالفې ډلې بین الافغاني جرګو ته زړه ښه کړي .
لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی



سوله ليکني او ژباړي
t