د معلولينو ملي لوبډلې په بله تمريناتي لوبه کې هم بری ترلاسه کړ

د معلولينو ملي لوبډلې په بله تمريناتي لوبه کې هم بری ترلاسه کړ

د افغانستان د معلولينو کرکټ ملي لوبډلې نن په نويډا کرکټ لوبغالي کې د نويډا ملي کرکټ اکاډمۍ ته هم په ستر توپير ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د درې ويکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې چې د افغان له لوري په توپوهونکو کې طفیل دوست خېل په شلو توپونو ۶۴، زبیر ځدراڼ ۲۸، محمد اشرف ۲۶، نثار اسحاقزي ۲۰ او محمد جمیل ۱۶ زیاتې منډې جوړې کړې.

د نويډا کرکټ اکاډمۍ لوبغاړو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې ۱۰۶ منډې وکړې. د افغان توپ اچوونکو له لوري طفیل، شفیق الله صمیم، سین الله، صفت الله، عبدالله لیوال، حزب الله، شیرین اغا او عبدالله عصمتي د یوې ـ یوې ويکټې به اخیستو وتوانیدل.

د یادونې ده چې د افغانستان د معلولينو ملي لوبډله په انګلستان کې د کرکټ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه اوسمهال په هندوستان هېواد کې پر تمریناتو بوخته ده چې دغه تمرینات به د جولای تر وروستۍ نيټې پورې دوام ولري او په دې سفر کې د امریکا غږ اشنا راډيو له لوري مالي ملاتړ ورکول کيږي.



t