خلک: د خپلواکۍ سلم جشن به په جوش او خروش نمانځو

خلک: د خپلواکۍ سلم جشن به په جوش او خروش نمانځو

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان ددې ولايت قومي او ولسي مخورو سره په ناسته کې د ښې حکومتوالۍ، امنيت ټينګښت، سولې، ټاکنو او د خپلواکۍ بېرته اخيستلو سلمې کليزې غوره لمانځنې په پار مشورتي ناسته وکړه.

په دې غونډه کي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ په مالي او ادارې چارو کي مرستیال والي مجاهد الله صفاري ، د ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان او د یادي شورا غړو او ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د ولايتي شورا رئيس عطاوالله افغان او قومي مشرانو د خبرو پرمهال د ولایتي ادارې د ملاتړ ترڅنګ په پورته ذکر شوو موضوعاتو په اړه نظرونه وړاندي کړه او په یادو برخو کي يې د قومي مشرانو د رول او مسولیتونو په اړه خبري وکړې .

قومي مشرانو زیاته کړه:

«ولس د سولي په برخه کي خپلي هڅي ډیري کړي او په دې پوهېدلي چي روانه ورور وژنه بله لار نه لري ترڅو یوه دایمي سوله او امنیت نه وي راغلي.»

دوی وویل:

«په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي به ولسونه پراخ ګډون کوي د خپلي خوښي وړ نوماند ته به رایه ورکوي ترڅو دې هیواد کي روان بد امنیتي حالت کابو کړي او خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړي همداراز یادو قومي مشرانو خپلواکۍ د جشن په اړه د خپله اړخه د پوره چمتوالي یادونه وکړه چي په ډېرو شاندارو مراسمو به يې له دولتي مسولینو سره یو ځای ولمانځي.»

ددې ترڅنګ یو شمېر قومي مشرانو په امنیتي ، پوهني او نورو برخو کي هم د شته ستونزو او مسایلو په اړه هم خپل نظرونه وویل او د ستونزو په مخنیوي او حل کي يې د ولایتي ادارې د پاملرني غوښتنه وکړه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د قومي مشرانو سره په دې مشورتي غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: سوله د وطن اساسي اړتیا ده او په راتلو کي يې ولسونه په خاص ډول قومي مشران ښه رول ادا کولای شي ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: حکومت د سولي راتلو ته ژمن دی او په دې برخه کي ډېري پرمختګونه هم شوي دي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: تر اوسه د ښې حکومتوالۍ په برخه کي قومي مشرانو خپل همکاري کړې خو لاهم باید خپلي همکارۍ ډیري کړي ترڅو دلته پرتې ستونزي هواري شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په اړه وویل:

«د هیواد او ولایتي کچه ددې ورځي د لمانځلو لپاره پوره چمتوالی نیول شوي ولسونه هم باید په خپل پراخ ګډون سره وښيي چي افغانان ددې خاوري د ساتلو او د خپلو ملي ارزښتونو لپاره غښتلې اراده لري ښاغلي یاسین خان زیاته کړه د خپلواکۍ جشن لمانځلو بېلابیل پروګرامونه به په همدې میاشت ترسره شي او د اسد میاشتي ۷ نېټه د بیرغ ملي ورځ ده او ټول خلک باید په خپلو دوکانونو او کورونو باندي ملي بیرغ ورپوي.»

ددې ترڅنګ ښاغلي یاسین خان په امنیتي ، پوهني او نورو برخو کي د قومي مشرانو د نظرونو او مشورو په اړه وویل چي اړوند مسولینو ته به د ستونزو په حل کي هدایتونه وکړي ترڅو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.



t