غني: پرخپل وخت او له درغلیو پاکې ټاکنې کوو

غني: پرخپل وخت او له درغلیو پاکې ټاکنې کوو

ولسمشر غني نن ماسپښین په نورستان، کنړ، لغمان او لوګر ولایتونو کې د ۱۵ بېلابېلو پرانېستل شویو پروژو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په سلامخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو، د اړوندو ولایتونو والیانو، استازو، مشرانو او ځوانانو حضور درلود.
په پیل کې عبدالرحمن رحماني د نورستان، جمال الدین سیار د کنړ، حاجي شېرعباس خوشيوال د لوګر او عمران الله خنجر د لغمان ولایتونو په استازیتوب د سړکونو جوړولو، ورزشي لوبغالو، انتظار خونو، جامع جومات، د قېمتي ډبرو د سوداګریز مرکز، ساینسي مرکز، د لرګیو د نجارۍ فابریکې، شاهي کانال، روغتیا او اوبو مدیریت اړوند بېلابېلو پروژو د پرانیستې په خاطر د جمهوررئیس غني د هڅو قدرداني وکړه.
یادو ویناوالو د نورستان پوهنتون لپاره د ځمکې د استملاک په خاطر د بودجې د ځانګړي کېدو، د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون د تشکیل د منظورۍ، دیتیمانو لپاره د روزنتونونو د جوړولو، د معیاري او هراړخیزې سرشمېرنې او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني یادو ویناوالو څخه د ولسونو د وړاندیزونو او غوښتنو د شریکولو او پرانیستل شویو پروژو څخه د دوی د قدردانۍ په خاطر مننه وکړه او وې ویل،نن د ډېر ویاړ ځای دی، هغو ولایتونو ته چې پخوا ورته پاملرنه نه وه شوې، پاملرنه شوې ده. نن افغان ولس او دولت لاسونه سره یوکړي او په ګډه به خپل وطن جوړوو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، نورستان چې تر دې وړاندې یې حتی ولسوالۍ سره وصل نه وې، له دې وروسته نورستان وصلېږي او ابادېږي. هغه زیاته کړه، شپږ کاله مخکې د نورستان مرکز پارون کې له څو ودانیو پرته بل څه نه وو، مګر د پارون اساس به داسې کېښودل شي چې خلک یې نندارې ته راشي.
جمهوررئیس زیاته کړه، په کونړ کې زموږ سترو پانګونو ته پاملرنه نه ده شوې، په دغه ولایت کې ۵۲۰۰ جریبه ځمکه خوندي کېږي او د دغه ولایت نوی ښار ورباندې ابادېږي. د کونړ د لرګيو د قاچاق مخه نیول شوې، د دارلامان ماڼۍ او د پغمان ټولې ماڼۍ ورڅخه جوړې شوې دي.
جمهوررئیس غني د هیوادد امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅو او اتلولیو څخه په مننې وویل، زموږ اصلي هدف په افغانستان کې تلپاتې او باعزته سوله ده، افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري او موږ نه یواځې د خپلو ولایتونو، بلکې هر ګاونډي سره هم د همغږۍ طرحې لرو. موږ خپلو ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې غواړو، ځکه باعزته او سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی .
جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، د اوبو مدیریت او مهارول زموږ لومړیتوب دی، دا مهال په ټول افغانستان کې د اوبو مدیریت او مهارول پیل شوي او موږ باید خپلو منابعو ته انکشاف ورکړو، ځکه چې پایداره دي.. هغه په ټینګار سره وویل، د جمهوري ریاست ټاکنې حتمي او ضروري دي، او موږ له هر ډول درغلۍ پاکې، شفافې، ټولشموله او په اصولو برابرې ټاکنې غواړو.



t