ننګرهار: ۷۵ سلنه نجونې خپلې زده کړې نیمګړي پریږدي

ننګرهار: ۷۵ سلنه نجونې خپلې زده کړې نیمګړي پریږدي

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس حسیب الله شینواري ولایت مقام کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو دیني عالمانو،قومي مشرانو او یو شمیر نورو سره په دوه ورځني ورکشاپ کې د وینا پر مهال وویل، په دې ولایت کې ۲۵ سلنه نجونې تر ۱۲ ټولګیو زده کړې کوي،خو ۷۵ سلنه نجونې بیا په کم عمر کې د ودولو،ښځینه ښوونکو کمبود، د ښوونځیو سرپناه نشتون او یو شمیر نورو لاملونو له امله خپلې زده کړې نیمګړې پریږدي .
هغه زیاته کړه، په ۱۱ ولسوالیو کې په رسمي بست کې ښځېنه ښوونکي نشته، چې پوهنې ریاست اوسمهال دغو ولسوالیو کې ښځینه قراردادي ښوونکي استخدام کړي دي،خو په وینتا یې پوهنې ریاست ۶۰۰ ښځېنه حق الزحمه ښوونکي په بېلا بیلو ولسوالیو کې استخدام کړي، همدا راز یې د ښځېنه ښوونځیو لپاره د ښځېنه مدیرانو له استخدام پیل کېدو څخه هم خبر ورکړ.
ښاغلی شینواری وایي، په تعلیمي نظارت غړو کې د ښځینه وو تقرر، د ښځینه وو ښوونځیو تعمیرونو رغول، په لرې پرتو سیمو کې ښځینه زده کوونکو ته د دارالمعلمین ایجادول او ګڼ نور اقدامات کړي او له دیني عالمانو او قومي مشرانو یې وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو په دودونه او ښه والي کې د پوهنې ریاست له پلانونو ملاتړ وکړي او خپله همکاري ونه سپموي.
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند په ټولنه کې د نجونو د زده کړو ارزښت روښانه کړ، هغه هم د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر رول ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسولیت تر سره کړي.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست په استازیتوب مولوي مطهر خبرې وکړي او د اسلام د مقدس دین له نظره یې د نجونو دزده کړو ارزښت روښانه کړ، مولوي مطهر وویل څومره خواري چې دزده کړو په برخه کې له نارینه اولادونو سره کوئ هماغومره درباندې نجونې هم حق لري.
د ورکشاپ په دویمه برخه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو په بیلابیلو ګروپونو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې پر شته ستونزو او خن‌‌‌‌‌‌ډونو ګروپي کار وکړ او د حل لارې یې وړاندیز کړې.

د ورکشاپ ګډونوالو په یو غږ ژمنه وکړه چې په لرو پرتو سیمو کې به په ګ‌ډه د نجونو د تعلیم د ودې او ښه والی لپاره کار کوو هغوی همدارنګه دځینو هغه ستونزو لکه د ښځینه ښوونکو کمښت او د ښوونځیو لپاره د ودانیو، څښاک تولو او تشنابونو نه شتون دهغه ستونزو په توګه یاد کړل چې باید حکومت او مرسته کوونکې ادارې ورته پاملرنه وکړي.




t