لغمان: د راستنو شویو کډوالو معلوماتي مرکز جوړ شو

لغمان: د راستنو شویو کډوالو معلوماتي مرکز جوړ شو

لغمان کې د راستانه شویو کډوالو د معلوماتي مرکز او د دوی د ستونزو حل په موخه ولایتي کمېټه جوړه شوه.
په همدې موخه نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې په ولایت مقام کې د مرستیال والي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې یاد سیستم او کمېټه رسماً پرانیستل شوه.
د لغمان ولایت د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو رئیس شاکر الله شاکر د معلوماتو له مخې چې نن ددغې ادارې په چوکاټ کې د IOM موسیسې په مالي همکارۍ د ټولو لغمان میشتو هغو کډوالو لپاره چې دوی تازه هېواد ته راستنیږي په صفري نقطو کې به یې لومړني معلومات او ستونزې ثبیتږي.
هغه وویل، ددغې انلاین سیستم سره به دوی ته دا معلومات هم وشي، چې هېواد ته د ورځې څومره کډوال راستنیږي او په کومه کچه پکې د لغمان اوسیدونکي دي.
همدارنګه د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئیس وویل،چې د راستانه شویو کډوالو د ستونزو حل لپاره د یاد وزارت په نوښت د ولایتي ادارې تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو ادارو او مرستندویه ادارو ترمنځ د همغږۍ کمېټه هم جوړه شوه.
شاکر وویل، یاده کمېټه به هره میاشت ناستې لري او د راستانه شویو کډوالو ستونزې به څیړې او د رسیدګۍ په اړه به یې اقدامات کوي.
په ورته مهال مرستیال والي شهزاده مظلوم یار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت او مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه چې د کډوالو د ستونزو حل په موخه یې دا ستر ابتکار کړی دی.
نوموړي وویل، د یاد سیستم او کمیټې په جوړیدو سره په به وخت ټولو راستانه شویو کډوالو ته مرستې ورسیږي او همدارنګه به ورسره په چارو کې شفافیت رامنځ ته شي.
مرستیال والي دغه راز د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو ریاست اود جوړې شوې کمېټې ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې په خورا لیوالتیا سره دې په ناستو کې ګډون کوي، ترڅو لغمان ولایت ته د راستانه شویو کورنیو ستونزو ته په وخت رسیدګي شوي وي.
بل لورته د IOM ادارې استازي او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د IT د برخې مسوول هم په خپل وار خبرې وکړې او په دې ولایت کې یې د کډوالو لپاره د نورو خدماتي پروګرامونو د پیل زیري ورکړل.
د ناستې په وروستیو کې د جوړې شوې کمیټې د غړو په استازولۍ د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل ډاډ ورکړ چې په هره برخه کې به دوی همکاري وکړي.



t