دا هغه بالاحصار دی لکه ؤ!

دا هغه بالاحصار دی لکه ؤ!

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وړمه ورځ د پاکستان له صدراعظم سره په ناسته کې د افغانستان په باب یو لړ خبرې کړې دي. نوموړي هغه څه ویلي دي چې په تېرو څو کلونو کې یې وخت پر وخت ورته خبرې کړې او نړۍ یې حیرانه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ څو اړخیز شخصیت دی، د کڅ لوبې د کلب چلوونکی، په جنسي بدنامیو بدنام ملیاردر اوس د امریکا په څېر یوه لوی او ځواکمن هېواد ولسمشر دی.

خو د افغانستان په باب دغه خبره چې که وغواړي د نړۍ له نقشې نه یې نوم ورکولای شي، په یوه اونۍ کې لس میلیونه انسانان وژلای او جګړه ختمولای شي! اصلاً افغان ولس ته د خپلو هغو اردلیانو له عینکو ګوري چې د واک په لومړۍ ورځ یې د افغانستان پر ځمکه او فضا د تورو وحشتونو د دوام قباله ورکړه.

ټرمپ به د افغانستان سپکاوی ولې نه کوي، تر څنګ یې د اوږدې مودې د ګډو پروژو مطیع شریک ناست دی. خبره د داسې ولس په باب کوي چې نه سر لري او نه سرلښکر، نه نظام لري او نه داسې څوک چې د دوی سترګه ترې وسوځي. د واک په لومړۍ ورځ یې د امنیتي تړون له لاسلیک سره بې قید او شرطه ولس د امریکایي قصابانو وحشتونو ته وسپاره چې تر ننه په ډېره بې رحمۍ د هغوی قتل عام روان دی.

تر اتومي بم وروسته لوی بم زموږ پر ولس وغورځول شو، ذلیلو چارواکیو یې د غندلو پر ځای ستاینې وکړې.

بې ګناه کلي، جوماتونه، روغتونونه بمباري شول او په زرګونو نارینه، ښځې او ماشومان پکې شهیدان شول د حکومت په یوه مسوول کې دومره ایمان نه ؤ چې د اعتراض غږ اوچت کړي. دوه کاله وړاندې د افغانستان او سیمې لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژي اعلان شوه، زموږ پر ولس د وحشت د څپو د زیاتېدو خبره یې سرټکی ؤ. ارګ او سپېدار په جینګو خولو ورته هرکلی وایه.

په دغسې حالت کې به د ټرمپ له چا سترګه سوځېده؟ خود به له عمران خان سره د افغانستان په باب معامله کوي او خود به هغه ته دا ورښیي چې افغانان ماته څومره ارزښت لري؟

اوس چې څومره د ټرمپ وروستۍ خبرې افغان ولس ته سپکاوی دی، هومره د ارګ غبرګون د ولس شمله پر ځمکه غورځولې ده. له امریکا نه د دې خبرو وضاحت غواړي، کنځلې او سپکې خبرې، سپک نظر وضاحت لري؟

ټرمپ تاسو سړي نه بولي، ټرمپ ستاسو ولس لاشی بولي. تاسو اوس هم ورته د نوکرۍ په تمه یاست. زموږ ولس د تاریخ په هېڅ پړاو کې داسې نه ؤ بې کسه شوی، خو له دې ټولو ناخوالو سره اوس مو هم پر دې ولس باور دی، چې ان شا الله بیا به هم د وخت سره سم تاریخ تکراروي. افغان غیرتي ولس به خدای په سپېره ډاګ نه پرېږدي د رهبر او سرلښکر خاوند به شي. د وحشتونو دغه تور دوران به بالاخره پای مومي. د انقلابي شاعر استاذ ناګار په قول:

چې پرې سر هر مکناټن د وخت خوړلی

دا هغه بالاحصار دی لکه ؤ

سرچینه: ویسا ورخپاڼه


t