د حکومت عجیبه ګومارنې! جعفرهاند

د حکومت عجیبه ګومارنې! جعفرهاند

پاکستانی خبریال سلیم ساپی دلته زموږ دفتر ته راغلی و. لږ شخصي مجلس مو وکړ، خبره په اسلام آباد کې پر افغان سفیر عاطف مشعل راغله. ده وویل چې هغه یې نژدې ملګری دی خو ‌‌‌‌‌‌کرکټ کې یې ځان ‌‌‌‌‌‌ډېر بوخت ساتلی او یا ارګ کرکټ کې ‌‌‌‌‌‌ډېر بوخت کړی دی. عجیبه خبره یې لا بله وکړه: اشرف غني صاحب غوښتل داسې یو کس اسلام آباد کې سفیر کړي چې خبره یې ومني، داسې څوک نه وي چې بیا زاخیلوال صاحب غوندې شي (!).

دا نن مې آروپا کې له یو دپلومات ملګري سره پر تیلیفون ‌‌‌‌‌‌خبرې وکړې. وايي یو مهم اروپايي هېواد ته یې داسې یو کس سفیر را استولی چې نه دپلومات دی او نه په دپلوماسۍ کې تجربه لري. وايي د ازبکستان او افغانستان په اړه یو سیاسي بحث و، خو ده په بلخ کې د خپل ماشومتوب کیسې کولې چې د شپې به له بلخ څخه د ازبکستان څراغونه روښانه معلومېدل او هغه خاطرې یې لا هم په ذهن کې تازه دي. له بحث وروسته یې بیا تیلیفون را وویست او د سیلفي اخیستلو لپاره یې ښه منظره لټوله…….

زه دلته واشنګټن کې یوه ورځ د افغانستان سفارت له یوې دپلوماتې سره په یوې غونډې کې برابر شوم، دومره سطحې غږېدله ته وا کومې اورېدونکې کوم سیاسي را‌‌‌‌‌‌ډیويي بحث اورېدلی وي او هماغه معلومات شریکوي. موږ ولیدل چې د عمران خان او ټرمپ د خبرو په اړه د افغانستان سفارت نه کوم قوي غبرګون وښود، نه یې کومه اعلامیه خپره کړه او نه یې هم کوم ټویټ او فیسبوکي پوست وکړ، چې د افغانستان دریځ روښانه کړي. بیا ارګ دا کار وکړ.

په هند کې خو به د نوي سفیر له ګمارل کېدو خبریاست؟ د نفتو د برخې یو مجرب کس هم هند کې سفیر ټاکل شوی او هم په عین وخت کې په کوم وزارت کې معین (!).

وايي د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ نوی مشر فرحان یوسفزی په یو غټ کار پسې ګرځېده، هڅه وشوه چې د فاع وزارت کې معین کړل شي، خو ونشو. بیا وايي جمهوري ریاست کې کوم غټ امنیتي پوست ته معرفي کېده خو ونشو، بلاخره د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر شو.

البته له دغې لیکنې څخه زما هدف د هېچا شخصیت ته خدای ناخواسته سپکاوی نه دی، بلکې زه د افغان حکومت د ګمارنو په معیار او سیستم غږېږم. نور یې له دې قیاس کړئ؟



t