په کوز کونړ او دره نور کې ۲ رغنیزې پروژې پیل شوې

په کوز کونړ او دره نور کې ۲ رغنیزې پروژې پیل شوې

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د سیمه ییزې همغږۍ پروګرام له لوري د ۲۶،۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳.۱۵ کیلو متره سړک د کانکړیټ کولو
هوکړه لیک لاسلیک او په نږدې راتلونکی کی به یی عملی چارې پيل شي،چې د یوه کال په موده کې به یې ګټې اخیستنې ته هم وسپاري .
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه سړک د کوز کونړ ولسوالۍ په خرم کلي کې موقعیت لري،چې نږدې ۲زره کورنیو ته به ته ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي .

د یو بل خبر له مخې:

دره نور ولسوالۍ کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ په کشمند کلا سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ۸۷۹۷۱۲۲ افغانیو په مالي لګښت د ۴۶۹ مترو په اوږدوالي د یوه استنادی دیوال د جوړیدو چاري پیل شوې ،چې د درې میاشتو په موده کې به بشپړي شي.
د دې دیوال په جوړیدو سره به د دره نور ولسوالۍ په کشمنډ کلا سیمه کې نږدې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.



t