د قطر يادښتونه – لومړی

د قطر يادښتونه – لومړی

د قطر د دوحې ښار په مشهور پنځه ستوري هوټل شيراتون کې له کابله د راغلي پلاوي او طالب استازو د دوه ورځنۍ غونډې لومړۍ ورځ وه، غونډه د هوټل په يوه ځانګړې برخه کې تر شديدو امنيتي تدابير لاندې د سهار نهه بجې پيلېدله ، له کابله راغلي شاوخوا ٤٠ کسيزه پلاوى چې لس تنه ښځې هم په کې شاملې وې، د غونډې له پيله څو دقيقې مخکې په پراګنده ډول د غونډې سالون ته په نيولو قدمونو وروان وو چې کېداى شي په دې به يې فکر کاوه چې څه ډول به له دغو طالب استازو سره مخ او په کومو موضوعاتو به له کومه ځايه بحث پيلوي. په دې پلاوي کې ځينې داسې کسان هم وو چې څو ځله له دې مخکې له يادو طالب استازو سره په نورو غونډو کې مخامخ شوي وو او ځينې داسې کسان هم تر سترګو کېدل چې طالب استازو سره ورته مخ کېدو خوند نه ورکاوه او دغه مخامخ کېدل يې د زمانې جبر ګاڼه.

له کابله په راغلي پلاوي کې زياترو ملي جامې پرتن درلودې او تر يوه حده يې ږيرې وې، خو څو کسان داسې هم و چې پتلون يې اغوستى و، ږيرې يې په همدې سهار په شيراتون هوټلو کې تازه خرېيلې وې او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دغه ملاحظات ورته اوس بې پامه ښکارېدل.

د غونډې عمومي دهليز ته له داخلېدو مخکې دې بايد ځانګړى کارت درلوداى او همدارنګه د تلاشۍ له برېښنايي دروازې تېر شوى وې، چې له دې شرايطو پرته څوک د غونډې ځاى ته نه شواى داخلېداى.

له کابله د راغلي پلاوي غړي دوه او درې د غونډې دهليز ته داخل شول، خو طالب ١٧کسيزه پلاوى چې زياترو يې سپينې جامې، تور واسکټونه اغوستې او تورې پګړۍ يې تړلې وې په ډله ييزه توګه د غونډې لور ته په ګړندۍ بڼه روان وو چې په لار کې د منتظرو ژورنالېستانو د کامرو د سترګګيو له ښکار سره هم مخ شول.

کله چې طالب پلاوى د غونډې ددهليز دروازې ته ورسېد موظفو کسانو ترې غونډې ته د داخلېدو د کارت او له برېښنايي دروازې څخه د تېرېدو هيله وکړه. عباس ستانکزى چې ددې ډلې په سر کې و موظفو قطري کسانو ته وويل چې موږ بې کارته او د برېښنايي دروازې له تلاشۍ پرته د غونډې ځاى ته ننوځو، خو موظفو کسانو ورته د تګ اجازه ور نه کړه او طالب استازي هم بې د خبرو له ښکته پورته بېرته د غونډې له ځايه راوګرځېدل. دوى په خپل منځ کې سره وويل چې په غونډه کې به ګډون نه کوي، له هوټل ځخه به وځي او او دا غونډه به تحريموي، چې په غونډه کې د نه ګډون دغه ګواښ قطري او جرمني چارواکي په اندېښنه کې کړل او ژر يې هڅې پيل کړې چې په هر ډول کېږي د طالب استازو رضايت ترلاسه او غونډه کې يې ګډون ته وهڅوي ، نو له همدې امله يې ژر له طالب استازو سره د ناستې پرځاى په همدې لار کې په ولاړه خبرې پيل کړې. خو طالب استازي چې ټول سره يوځاى ولاړ وو د غونډې ځاى ته بې کارته او تلاشۍ د ننوتو شرط درلود. قطري او جرمني چارواکو ډېره هڅه کوله چې دغه موضوع له ژورنالېستانو او رسنيو څخه پټه وساتي او هرڅه د سترګو په رپ کې حل کړي داسې نه چې خولې ته راغلې مړۍ تر ونه لويږي چې بيا به يې زيان نه جبرانېدونکى وي نو د هرې دقيقې په تېروېدو يې طالب استازو ته نوي نوي کسان رامخې ته کول.

دې حالت يو څو دقيقې دوام وکړ چې په دې وخت کې طالب استازي په خپلو کې سره جرګه او پرېکړه يې وکړه چې بايد موظف کسان د څو دقيقو په جريان کې ورته د هويت کارتونه جوړ کړي او په نېغه توګه د غونډې ځاى ته لاړ شي، قطري او جرمني چارواکو د طالب استازو د رضايت لپاره همدا کار وکړ، طالب استازي يې ځانګړې خونې ته بوتلل . د هويت هغه کارتونه چې کابله راغلي پلاوي د يوې شپې په تېرېدو ترلاسه کړي و، طالب استازو د شاوخوا لسو دقيقو په موده کې ترلاسه او تر يوې عادي تلاشۍ وروسته د غونډې دهليز او بيا تالار ته داخل شول.

لیکنه: حکیم بشارت، چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پرمهال د خبریال په حیث دغې غونډې ته تللی و.


د قطر یاداښت
t