د لوی اختر د قربانۍ مسائل او فضائل!

د لوی اختر د قربانۍ مسائل او فضائل!

قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قرآن، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.

د لوى اختر په ورځو کې د اللهﷻ د تقرب (نږدېوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړي څاروي حلالولو ته قرباني (اضحيه) وايي.

د قربانۍ حکم:
قرباني يو مالي عبادت دى او حکم يې واجب دى. اللهﷻ د قرآن کریم په سورت (الکوثر) کې فرمايلي:
-فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ.
ژباړه:
-خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.

رسول الله ﷺ فرمايلي:
-څوک چې وس ولري او قرباني نه کوي، زموږ عيدګاه ته دې نه راځي.
(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث ۳۱۲۳)

د قربانۍ حکمت او فلسفه:
سربېره پر دې چې قرباني يو ابراهيمي ياد دى، دا د اللهﷻ په لار کې يو ډول سرښندنه او د اللهﷻ د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي؛ نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.

د قربانۍ حقيقت او ارزښت:

حضرت زيد بن ارقم وايي چې، صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى. (صحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسيږي؟
رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسې ته يوه نېکي ليکل کيږي. (صحابه کرامو بيا وپوښتل:) د وړيو هم دومره اجر دى؟
رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي.
(سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث: ۳۱۲۷)

د قربانۍ فضيلت:

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: د قربانۍ په ورځ کې اللهﷻ ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به د قيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې، د وينې يو څاڅکى پر مځکه لوېږي؛ نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د اللهﷻ د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي؛ نو اى د اللهﷻ بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ.
(تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث: ۱۴۹۳)

د قربانۍ پر پرېښودلو وعيد:

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې، رسول اللهﷺ وفرمايل: څوک چې وس ولري (د نصاب څښتن وي)؛ خو قرباني نه کوي، هغه دې زمونږ عيدګاه ته نه راځي.
(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث: ۳۱۲۳)

اضحيه (قرباني) پر چا واجب ده؟
قرباني پر هغو کسانو باندې لازمه ده، چې پر هغه باندې زکوة فرض وي او د زکوة د فرضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل شوې ده او صحيح او معتمد قول دا دی، چې دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي؛ نو څوک چې يو د دغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه (قرباني) حلالوي. البته چې خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوې دي، چې د انسان، ژوند، عزت او ابرو ورپورې تړلې وي، لکه: خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسايل، د کور سامان او داسې نور شيان چې، په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي.

په حرام مال قرباني نه کیږي!
که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور؛ نو پر هغه باندې قرباني واجب نه ده؛ که قرباني وکړي؛ نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.

د قربانۍ ورځې:
د ذوالحجې لسمه، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي؛ خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري. او د دې درېو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي.

د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول:
که له چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بې پروايي وشي، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي. که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي؛ ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي؛ نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.

د قربانۍ د حلالولو وخت:
په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ کېږي په هغو سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي؛ خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر لمونځ نه کيږي، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړي.

د حلالولو سنت طريقه:

له انس رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپلو لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.
(بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث: ۵۲۴۵)

له حلالولو مخکې اداب:

-تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى، تږى يې ساتل مکروه دي.
-د حلالولو ځاى ته يې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.
-چاړه به ښه تېره کوي، په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.
-که چاړه تېره کوي؛ نو له څاروي څخه دې پټه تېره شي.
-د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.
-تر حلالو دې وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.

د قربانۍ نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي؛ خو په زړه کې به يې دا وي چې، قرباني کوم؛ نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.

تر حلالولو مخکې دعا:
د قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي:
-إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
(ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث: ۲۷۲۹)

ژباړه:
-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوري چې، ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو څخه نه يم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دي.

تر حلالولو وروسته دعا:
د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شي:
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.
(مشکوة: ۱/۱۲۸)
ژباړه:
اى ربه! دغه (قرباني) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولي پېغمبر حضرت محمد ﷺ او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروي:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي:

۱-کوچني څاروي لکه؛ وزه او پسه چې، د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې، د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي.

او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه؛ وحشي څاروي، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي.

د قربانۍ د څاروي عمر:
غوا او ګامېښه بايد دوه کلنه وي.
اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي.
وزه او پسه بايد يو کلن وي.
که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې څخه کم وي؛ قرباني کول يې روا نه ده.
که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې، په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي (له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونشي)؛ نو بيا پرې قرباني کېداى شي.
که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، او د قربانۍ پلورنکى ووايي چې، د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وي:
١- ړنده به نه وي.
٢- ګوډه به نه وي، چې د حلالېدو ترځايه نه شي تللى.
٣-ډېره ډنګره به نه وي، چې په هډوکو کې يې مغز نه وي.
۴-څرګنده ناروغي به پکې نه وي.
۵-غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.
۶-تيان به يې پرې نه وي.
۷-او پوزه به يې پرې شوې نه وي.

لیکوال: مفتي صیب عبدالروف.


اسلام، د لوی اختر قرباني
t