ننګرهار کې دوه سوه بزګرانو ته کرنیز توکي ورکړل شو

ننګرهار کې دوه سوه بزګرانو ته کرنیز توکي ورکړل شو

د ننګرهار ولایت د ۷ ولسوالیو ۲۰۰ تنه بزګرانو ته کرنیز توکی وویشل شول.

دا کرنیز توکي په سره رود، بهسود، کامه، مهمندره، ګوشته، کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې ۲۰۰ تنو هغو بزګرانو ته ورکړل شول چې د شولو کرنه یې د کتار په شکل ترسره کړې ده.

ددغه ولایت د کرنې ریاست وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د دوهم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامی (SNapp2) لخوا دا توکي چې یو میلیون افغانۍ ارزښت یې درلود، دهقانانو ته ورکړل.

د ننګرهار ولایت مقام په ټولنیزو چارو کې مرستیالې حبیبې کاکړ دا کار ستایلی او غوښتنه یې کړې چې باید ښځو ته په کور دننه د کرنیزو کرکیلو او سبزیجاتو د پروسس اسانتیا برابره شي.

نوموړې وايي په دې کار سره به میرمنې خپلې ورځنۍ اړتیا په اسانۍ سره پوره کړي.

د ننګرهار د کرنې رییس انجینر سمیع الله نصرت ددې توکو د ویش پرمهال له بزګرانو وغوښتل چې توکي په سم ډول وکاروي او خپل حاصلات پرې لوړ کړي.

ده وویل چې باید دا تجربې له نورو بزګرانو سره هم شریکې کړي، څو هغوی هم تشویق او خپل کرکیله په کتار شکل ترسره کړي.

د کتار کرلو اهمیت

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انجینر سمیع الله نصرت وايي، په کتار سره کرنه ډیره ګټه لري چې کولی شو د ډیر تخم د ضایعه کیدو مخه ونیسو او ترې زیات حاصل لاسته راوړو.

 


خبرونه ننګرهار، کرکیله
t