په مسعود اوزیل غلو برید کړی

په مسعود اوزیل غلو برید کړی

د المان په وتلي او مشهور فوټبالر مسعود اوزیل موټر باندې غلو برید کړی.

ویل شوي دده پر موټر په لندن کې برید شوی دی.

د سپوتنیک خبري اژانس ویلي چې غلو پر نوموړي د چاقو ګانو برید کړی چې له برید وروسته اوزیل له عجیبې سردردۍ سره مخ شوی دی.

سرچینې ویلي، اوزیل او د هغه ملګري کولاشیناچ جان د غلو مقاومت کړی او بلاخره غله په تیښته بریالي شوي دي.

وروسته له دې اوزیل هم له موټر سره له ویرې تښتیدلی او کولاشیناچ جان يې په سیمه کې پریښی دی.

دا پيښه د لندن ښار د ترک لیکیا هوټل مخې ته شوې چې د اوزیل میرمن هم په سیمه کې موجوده وه.

 

 



نړۍ، مسعود اوزیل
t