رښتیا ده چې د نوح له نسله هم کافر کنعان پیدا کیدای شي

رښتیا ده چې د نوح له نسله هم کافر کنعان پیدا کیدای شي

د یوه لوی دیني عالم د زړه دوه شریانونه بند دی؛ تر تداوي وروسته یې رخصتوو او توصيه ورته کوو چې غوړ او مالگه دې کم خوري. دی وایي:
ـ د غوا غوړي څنگه دي؟
ـ بیخي مضر دي مولانا صاحب!
ـ شات خو به تاوان نلري؟
ـ شکر لرې خواږه کم خوره استاده! 
ـ غوښه خو خوړلای شم؟
ـ غټه غوښه نه، د چرگ او ماهي کله کله خوره.
ـ شیدې، مستې؟
ـ چې رش یې ایسته شوی وي، فرق نکوي.
ـ میوه ټوله خلاصه ده؟
ـ صرف د ورځې یوه یا دوې مڼې.
ـ بادام پسته خو وایي ښه دي.
‌ـ استاده هیڅ شی زیات مه خوره. ستا لپاره سبزیجات بهترینه او صحي غذا ده. دا نعمتونه به بیا جنت کې وخورې. ستا ناروغي د همدې خوړو له لاسه ده. اوس چې هر څومره کم انرژي خواړه وخورې گټه کوې. نن سبا د کمو خوړو له امله نه، بلکې د زیاتو او مضرو خوړو له لاسه زیات خلک مري. ستا ناروغۍ ګڼې او ټولې د ناسالم او غیرصحي خوړو له امله دي. شکر، فشار او د زړه د رگونو ناروغۍ د خوراکي او مسترحو خلکو ناروغۍ دي.
سړی رابرگ شو:
ـ ښه نو خوله به وتړم.
ـ نه خوله مه تړه خو دومره یې هم مه خلاصوه چې هر څه خورې. اوس ناروغ یې نو احتیاط درته ښه دی. تاسې چې هر چاته او په هر څه کې اعتدال غواړئ اوس یې د ځان لپاره هم وغواړه.
چې بې دلیله شو نو توجيه یې وتراشله:
ـ د خیټې غم نه یم اخیستی خو دومره انرژي باید واخلو چې د خدای عبادت او اطاعت وکړای شو.
و مې ویل:
تر اعتدال لوی عبادت نشته. عبادت ورزش ندی چې غوړ او انرژیټیک خواړه دې ورته پکار وي. پیغمبرانو او د خدای دوستانو په وږي نس عبادتونه کول.
زموږ مکالمه چې دې ځای ته را ورسېده، زوی یې ورته وویل:
پلاره! ډاکټر سمه خبره درته کوي، نه یې والله که د عبادت لپاره غواړې نه د اطاعت. بس شوقي یې یې او دې شوق تر دې ځایه را ورسولې. ښه به وي چې نور پر دې خبره سر و نه خوږو. که موږ ملایانو دین او دونيا د خپلو غرایزو د اشباع لپاره نه کارولای اوس به مو نه د دین دا حال وای او نه د دونيا.
لوی ملا چې د خپل زلمکي ملا زوی خبرې واورېدې له چوکۍ پورته شو او په کاوړ یې وویل:
رښتیا ده چې د نوح له نسله هم کافر کنعان پیدا کیدای شي.
ما غلي وویل:
…. او د اذر له نسله بُت شکن ابراهیم. 

احسان الله درمل



لیکنه؛ ناروغ عالم
t