د وینې غوړ

د وینې غوړ

ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟
لیکوال_‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.
ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.
۱-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
۲-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
۳-د سر دائيمي ګنګسوالی
۴-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
۵-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
۶-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
۷-د زړه د ضریانو اوریدل
۸-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
۹-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
۱۰-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
۱۱-د سترګو د شاخوا پړسوب

د وینې د غوړو بدې پایلې:
۱-د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سببګرځي
۲-د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.
۳-د تریخې کاڼي جوړوي
۴-د معدې د زخم سبب ګرځي
۵-د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي
۶-که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي.
۷-د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي
۸-د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي
۹-په نارینه کېد پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.
۱۰-په ښځمنو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.

تشخیص
په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile
درملنه
‌‌‌‌‌‌۱-‌‌‌‌‌‌ډیرې اوبه څښکل
۲-د ایمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د ویفشار نورمال وي.
۳-دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت او د وزن کمول
۴-د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخنیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.


د ويني غوړ روغتيا معلوماتي
t