د شپې شنې چای مه څښئ! / عزت الله ذکي

د شپې شنې چای مه څښئ! / عزت الله ذکي

عزت الله ذکي

شنو چايو وکولای سول، چي د ډېرو لږو فايد په لرلو سره په بېلابېلو ټولنو کي خپل ځای تثبيت کړي.

هغه کسان، چي شنې چای څښي ورځ په ورځ زياتېږي، خو ډېر لږ کسان پوهېږي، چي د شپې لخوا شنې چای څښل نه يوازي چي ګټه نه لري، بلکي مضري دي.

د «هيلت لاين» ويب پاڼي د راپور له مخي، شنې چای د پام وړ معدني مواد لري، چي له هغې جملې آنټي آکسيډانټونه او کافين دي، چي مغزي سلولونه تقويه کولای سي او د سکون، غبرګون سيسټم او ياداښت قوې د تقويې سبب ګرځي.

دغه راز په شنو چايو کي ثیانین  (L-Theanine) ماده موجوده ده، چي د ذهني فشار هورمونونه له منځه وړي، د توجه وړتياوي پياوړي کوي، انسان ته سکون ورکوي او د هغو کسانو سره مرسته کوي، چي زيات خوب کوي، خو د خوب کيفيت يې سم نه وي.

دا عناصر يو د بل په مرسته کولای سي، چي د ذهني فعاليت وده ډېره کړي، وزن راکم کړي او د سرطان، شکري او زړه ناروغيو مخنيوی وکړي.

تازه څېړني ښيي، چي روزانه درې يا څلور ګيلاسه شنې چای څښل ستړيا کموي او د خوب د ښه والي سبب ګرځي.

ټول هغه خوندونه چي په شنو چايو کي ذکر سوي، کافين پکي يو طبيعي او محرک عامل دی، چي په هر ۲۴۰ ملي لېټره ګيلاس شنو چايو کي شاوخوا ۳۰ ملي ګرامه کافين وجود لري.

د کافين د آغېز پيل ۲۰ دقيقې وخت ته آړتيا لري او تر مصرف يو ساعت وروسته خپل اوج ته رسېږي. نو په دې توګه له خوب څخه مخکي شنې چای څښل کولای سي، چي د خوب کولو توانايي ګډوډه او غيرمنظمه کړي.

د شپې لخوا د شنې چايو څښوونکي کسان به ناچاره وي، ترڅو د خوب کولو په منځ کي خپله مثانه تخيله کړي، چي دا کار ددوی د خوب کيفيت راکموي.

له همدې آمله ويلای سو، چي د شپې لخوا شنې چای څښل دغه ګټور څښاک په يوه مضر څښاک بدلوي او د خوب د کيفيت په ښه والي کي معکوسه پايله ورکوي.


روغتيا شنې چای
t